استرالیا نن دوشنبه ( د حمل ۲۴مه) اعلان وکړ چې د دغه هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د پوځ مشري یوې ښځې ته سپارل کیږي.
رويټرز لیکلي چې دغه پریکړه د استرالیا د دفاعي ځواکونو په لیکو کې د بدلونونو یوه برخه ده.
د استرالیا صدر اعظم انتوني البانیزي ویلي چې سوزان کویل به په جولای میاشت کې د لوی درستیزې په توګه خپله دنده پيل کړي.
پنځه پنځوس کلنه کویل په ۱۹۸۷ کال کې پوځ سره یوځای شوې. هغې د افغانستان په ګډون په څو هېوادونو کې دنده ترسره کړې.
دا ګمارنه داسې مهال کیږي چې د استرالیا پوځ هڅه کوي خپلو لیکو کې د ښځینه افسرانو شمېر ډېر کړي.
دا مهال د استرالیا د دفاعي ځواکونو شاوخوا ۲۱ سلنه غړي ښځې دي.