د امریکا پوځ اعلان کړی چې د دوشنبې له ورځې به د هغو ټولو بېړیو سمندري محاصره پیل کړي چې د ایران بندرونو ته روانې دي یا له هغو څخه وځي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) عمومي قوماندانۍ په ټولنیزو رسنیو کې په یوه اعلامیه کې لیکلي: «دا محاصره به پرته له کوم توپیر څخه د ټولو هېوادونو پر بېړیو تطبیق شي چې د ایران بندرونو او ساحلي سیمو ته ننوځي یا ترې وځي؛ دا به د فارس خلیج او د عمان سمندر ټول ایراني بندرونه تر پوښښ لاندې راولي. د سینټکام ځواکونه به د هغو بېړیو د تګ راتګ ازادي محدوده نه کړي چې د هرمز له تنګي څخه د غیر ایراني بندرونو پر لور تېرېږي یا بېرته راګرځي.»
سینټکام همدارنګه زیاته کړه چې د محاصرې له پیل مخکې به نور تکمیلي معلومات د یوې رسمي خبرتیا له لارې سوداګریزو سمندري کارکوونکو ته ورکړل شي.
د امریکا د سمندري محاصرې د پیل نېټې ته په نژدې کېدو، ځینو تیل وړونکو بېړیو خپل مسیر بدل کړی یا له هرمز تنګي څخه لرې شوې دي.
دا وروسته له هغې ده چې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې بې پایلې پای ته ورسېدې، او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې امریکايي ځواکونه به د هرمز تنګی محاصره کړي.