د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان د طالبانو له بنده د دریو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې

د افغانستان رسنۍ

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان د طالبانو په بند کې د افغان خبریالانو بشیر هاتف، شکیب احمد نظري او حمید فرهادي د روحي او رواني وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده. دې سازمان په بیړني ډول له قید او شرط پرته د یادو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو په زندان کې د افغانستان د دریو خبریالانو د بند دوام د دوی د کورنیو او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو اندېښنې زیاتې کړې دي.

د یادو خبریالانو د کورنیو یو شمېر غړي وايي د دوی دوامداره بند نه یوازې دوی له کړاو سره مخ کړي بلکې دا کار د بشري حقونو او عدالت له اصولو سره هم په ټکر کې دی.

دوی چې نه یې غوښتل په دې راپور کې یې نوم او غږونه خپاره شي ازادي راډیو ته په استولو شویو لیکلو پیغامونو کې له مسولینو او اړوند ادارو غوښتي چې د هغوی د خوشې کېدو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.

په همدې حال کې، د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) هم وایي د طالبانو په زندان کې د شکیب احمد نظري، بشیر هاتف او حمید فرهادي روحي او رواني وضعیت ښه نه دی.

دې سازمان په یوه اعلامیه کې چې شنبه د حمل ۲۲مه یې په خپله اېکس پاڼه خپره کړې ویلي د طالبانو په زندانونو کې د هغوی او یو شمېر نورو بندي خبریالانو روغتیايي وضعیت له پامه غورځول شوی چې دا له بشري حقونو او د بیان له ازادۍ ښکاره نقض بلل کیږي.

په اعلامیه کې راغلي چې د خبریالانو نیول او په نامعلومو شرایطو کې ساتل، په افغانستان کې د اطلاع رسونې په ډګر کې د وېرې فضا رامنځته کړې ده.

هم مهاله یو شمېر افغان خبریالانو چې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي، په ټولنیزو رسنیو کې یادو خبریالانو د خوشې کیدو کمپاین پیل کړی دی.

# د_شکیب_احمد_نظري _ ازادي # د حمید_فرهادي _ ازادي # د بشیر_هاتف ازادي

په ټولنیزو رسنیو کې د دې کمپاین مهم هشټګونه دي.

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان آمسو د رسنیو او اړیکو مسول ظاهر څراغ چې د دې کمپاین ملاتړ کوي ازادي راډيو ته یې وویل:«د دې کمپاین هدف دا دی چې نړیواله ټولنه، اروپایي ټولنه، د بشري حقونو ادارې او د خبریالانو او رسنیو ملاتړي بنسټونه طالبان قانع کړي او پر هغوی فشار راوړي، څو دغه زنداني خبریالان ژر تر ژره خوشې کړي.»

په افغانستان کې یو شمېر فعال خبریالان وایي چې د خبریالانو نیول د رسنیز کار او اطلاع رسونې پر بهیر منفي اغېز کړی دی.

له ډلې یې یو افغان خبریال چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي د غږ د بدلون په شرط یې ازادي راډيو ته وویل:"د خبریالانو نیول نه یوازې د بیان ازادي تر پوښتنې لاندې راولي، بلکې د رسنیو د کار ساحه هم محدودوي، موږ خبریالان د خلکو غږ یو او له دې وضعیت څخه سخت اندېښمن یو، که دا ستونزې زیاتې شي، ښایي نور ونه شو کولای خپل فعالیت ته دوام ورکړو."

د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) د معلوماتو له مخې د « NTV JAPAN » خبریال شکیب نظري او د افغانستان د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو د فدراسیون سرپرست بشیر احمد هاتف د تېر ۲۰۲۵ کال د جولای په ۲۴مه د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوي دي.

خپلواک خبریال حمید فرهادي بیا د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې له هیواده بهر یوې رسنۍ سره د همکارۍ په تور نیول شوی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو تر دې وړاندې یې په وار وار ویلي چې حکومت یې د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې د رسنیو فعالیت او د خبریالانو حقوقو ته ژمن دی، او هېڅ خبریال د خپل رسنیز کار له امله یې نه دی نیول شوی.

د یادونې ده د « افغان خبري اژانس » خبریال مهدي انصاري چې د ۱۴۰۳ لمریز کال په میزان میاشت کې نیول شوی وو تر یو نیم کال بند وروسته د ۱۴۰۴ کال د حوت په میاشت کې خوشې شو.

د رسنیو د ملاتړو سازمانونو په وینا، هغه «جلاوطنه رسنیو» سره د همکارۍ په تور محاکمه او بندي شوی و.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د ۱۴۰۴ لمریز کال په وروستیو کې اعلان وکړ چې د تېر کال په پرتله پر رسنیو د طالبانو محدودیتونه او د رسنیو د ازادۍ د نقض پېښې ۲۰ سلنه زیاتې شوې دي.

د دې بنسټ په وینا، د رسنیو د ازادۍ د نقض او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۰۷ پېښې ثبت شوې دي، چې پکې د دوو کسانو وژل کېدل، د یوه کس ټپي کېدل، د ۲۱ خبریالانو نیول او ۱۸۳ د ګواښلو پېښې شاملې دي.