د شمالي ولایت تخار د ینګی قعله اوسېدونکی فرید الله چې د وروستیو سیلابونو له امله یې کور نړېدلی او اوس مهال له خپلې اته کسیزې کورنۍ سره تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کوي د طالبانو له حکومت او مرستندویه بنسټونو نه د مرستې غوښتنه کوي.
زموږ حاصلات یې وړي دي، موږ ته هیڅ نه دي راپاتېد تخار اوسیدونکی فریدالله
نوموړي یکشنبه د حمل ۲۳ مه ازادي راډیو ته وویل:" یوازې کورونه یې نه دي وړي، سړکونه یې وړي دي، مالونه یې وړي، ویالې یې ویجاړې کړي، زموږ حاصلات یې وړي دي، موږ ته هیڅ نه دي راپاتې، موږ له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړو چې موږ سره مرستې وکړي، موږ هر کال سیلابونه دغه ډول ځپي."
وروستیو اورښتونو او سیلونو د تخار په ګډون د افغانستان نږدې ۳۰ ولایتونه ځپلي دي.
د طالبانو حکومت پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې تازه یکشنبه د حمل ۲۳مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لومړنیو شمېرو له مخې د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د اورښتونو او سیلابونو له امله ۱۰ کسان مړه شوي او ۱۵ ټپیان شوي دي.
په دې سره د روانې حمل له ۶مې تر ۲۳ مې د طبیعي افاتو په ځانګړي ډول سختو اورښتونو، سیلابونو او زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۸۹ او د ټپیانو ۲۵۲ تنو ته لوړ شو.
د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ یو اوسېدونکی محمد الله چې دوه ورځې وړاندې یې د کور د چت د پریوتو له امله می، دوه اولادونه او یو ورور مړ شوی وايي په دې دنیا یې قیامت تجربه کړو.
کور نړېدلی او ټول ورلاندې شوي وو، هیڅ په ځان پوه نه شوم راولویدمد میدان وردګو اوسیدونکی محمدالله
نوموړي وویل: " زه چې راغلم چې ومې لیدل، کور نړېدلی او ټول ورلاندې شوي وو، هیڅ په ځان پوه نه شوم راولویدم، ډېر بد وضعیت وو، هر څه مې له لاسه ورکړل."
د طالبانو حکومت پېښو سره د مبارزې د چمتوالي د ملي ادارې دا هم ویلي چې یاده موده کې د افغانستان په نږدې ۳۲ ولایتونو کې نږدې ۱۳۰۰ کورونه هم په بشپړ او ۵۸۰۰ نور په نسبي ډول زیانمن شوي دي.
که څه هم دغه ادارې په یو شمېر سیمو کې له خلکو سره د لومړنیو مرستو خبره کړې ده خو یو شمېر سیلاب ځپلي د لا نورې مرستې تمه لري.
د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار د الفت مینې یوې اوسېدونکې د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو سره په خبرو کې له مرستندویه بنسټونو د مرستو غوښتنه وکړه.
نوموړې وویل: "باران ډېر تېز وو، ایله مو همدومره وکړل چې ماشومان او ځانونه مو ترې وویستل، هر څه سیلاب یوړل، د کور ټول وسایل له منځه لاړل او اوس هیڅ نه لرو."
د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالۍ یوه اوسېدونکي الله نور هم ازادي راډيو ته وویل:" موږ غواړو چې زموږ نړېدلي کورونه راته راجوړ کړي، خوراکي مواد نه لرو، د څښلو لپاره پاکې اوبه نه لرو، سرپنا ډېره مهمه ده چې باید غم یې وخوړل شي، موږ له حکومته غواړو چې موږ سره مرستې وکړي."
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا د حمل په ۱۰مه په یو راپور کې ویلي وو چې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د وروستیو شدیدو بارانونو او سېلابونو له امله له ۷۳ زرو ډیر خلک زیانمن شوي دي.
په دې راپور کې راغلي وو چې سیلابونو د مارچ له ۲۶مې د اپریل تر ۶مې د دې هیواد د ۳۱ ولایتونو ۱۶۵ ولسوالۍ او له ۵۴۰ ډیر کلي زیانمن کړي دي.
اوچا په دې پېښو کې د ۹۳ کسان مړینه او ۱۸۱ نورو ټپي کېدل هم تایید کړی.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر دغه راز ویلي وو چې سیلابونو له ۹ زرو ډیر کورونه په بشپړ ډول ویجاړ او یا هم په جدي ډول زیانمن کړي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم له منځه تللې ده.