ماکرون؛ ایران دې له امریکا سره د مذاکراتو له فرصته ګټه واخلي

د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون

د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان څخه غوښتي چې له امریکا سره د مذاکراتو له فرصته دې د "تاواتریخوالي د کمولو"لپاره ګټه واخلي.

ایران دې هر څه ژر په هرمز تنګي کې د کښتو تګ راتګ ته زمینه برابره کړي او فرانسه په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده
امانویل ماکرون

ماکرون شنبې شپه ناوخته پر خپلې ایکس پاڼې په یو پیغام کې لیکلي،" ایران دې هر څه ژر په هرمز تنګي کې د کښتو تګ راتګ ته زمینه برابره کړي او فرانسه په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده".

ماکرون پر ایکس پاڼه دغه پیغام په فارسی ژبه لیکلی دی.

هغه وړاندې د امریکا او ایران ترمنځ د لبنان په ګډون د اوربند پر پلي تاکید وکړ.

د هغه په ټکو، "فرانسه په لبنان کې له اوربنده ملاتړ کوي او د لبناني حکومت د هرې هغې پریکړې چې د دغه هېواد د حاکمیت د برخلیک په اړه وي جدي ملاتړ کوي".

دا په داسې حال کې ده چې د لبنان صدراعظم نواف سلام د شنبې په ورځ امریکا ته خپل سفر لغوه اعلان کړ.

په دې اړه نور:

د پاکستان په منځګړیتوب په اسلام اباد کې د ایران او امریکا درې اړخیز مذاکرات روان دي

تمه وه په همدې روانه اونۍ کې د امریکا په منځګړیتوب د لبنان او اسراییلو ترمنځ د سولې مذاکرات وشي، خو دا لا معلومه نه ده چې امریکا ته د نواف سلام نه تګ به څومره دغه مذاکرات اغیزمن کړي.

موږ همداوس د هرمز تنګي په پاکوالو لیګا یوو، دا هغه ښه دي چې موږ يې د چین، جاپان، جنوبي کوریا، فرانسې، جرمني او یو شمیر نورو هېوادونو سره کوو

ماکرون وړاندې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په هرمز تنګي کې د کښتو د ازاده تګ په راتګ په اړه د خبرو اترو هم ویلي دي.

د ماکرون په ټکو،" په مرهز تنګي کې دې هر څه ژر د کښتو تګ راتګ تامین شي".

د پاکستان په منځګړیتوب په پلازمینه اسلام اباد کې د شنبې په ورځ د (حمل۲۲مه) د ایران او امریکا ترمنځ مذاکرات پیل شول.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د شنبې په ورځ د (حمل۲۲مه) پر خپلې ایکس پاڼې په یو پیغام کې لیکي،"په پاکستان کې د ایران لوړپوړی پلاوی په زوړتیا سره د ایران د ګټو دفاع کوي".

بل پلو، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مذاکراتو له پیله څو شبیې مخکې پر خپلې سوشل پاڼې (ټروټ) کې ولیکل،"موږ همداوس د هرمز تنګي په پاکوالو لیګا یوو، دا هغه ښه دي چې موږ يې د چین، جاپان، جنوبي کوریا، فرانسې، جرمني او یو شمیر نورو هېوادونو سره کوو".

د ټرمپ په ټکو،"جالبه دا ده چې دغه هېوادونه د هرمز تنګي د پاکوالو نه زوړتیا او نه يې اداره لري".

د راپورنو له مخې، د ایران، امریکا او اسراییلو ترمنځ د ۴۰ ورځنۍ جګړې پرمهال کې ایران په هرمز تنګي کې ماینونه کرلي وو.

د ټرمپ له دغې پیغام وروسته د اکسیوس خبریال باراک راوید د یو امریکايي چارواکي په حواله وویل،"د امریکا د سمندري ځواکونو څو بیړۍ له هرمز تنګي تیرې شوي دي".