د پاکستان په منځګړیتوب په اسلام اباد کې د ایران او امریکا درې اړخیز مذاکرات روان دي

د ایران دولتي ټلویزون وايي، د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د ایراني او امریکايي چارواکو ترمنځ دوه پړاوه مذاکرات شوي دي.

فرانس پریس خبري اژانس او ایراني رسنۍ صدا او سیما شنبې شپه ناوخته وویل،" د هغو اطلاعاتو پر بنسټ چې د مذاکراتي ټیم یو نژدې کس د دولتي ټلویزیون خبریالانو ته ورکړي، د دې احتمال شته چې سبا یکشنبې د خبرو اترو بل پړاو ترسره شي".

د هغو اطلاعاتو پر بنسټ چې د مذاکراتي ټیم یو نژدې کس د دولتي ټلویزیون خبریالانو ته ورکړي، د دې احتمال شته چې سبا یکشنبې د خبرو اترو بل پړاو ترسره شي

د نړۍ یو شمیر معتبر رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان په منځګړیتوب د امریکا او ایران درې اړخیز مذاکرات په "مستقیمه" توګه ترسره شول.

فرانس پریس خبري اژانس د سپینې ماڼې د یوه چارواکي په حواله ویلي،"مذاکرات مستقیم او مخامخ وو".

الجزیرې ټلویزیونې شبکې ویلي،"په وروستیو لسیزو کې دا لومړی ځل دی چې امریکا او ایران په مستقیم او مخامخ مذاکرات کوي".

اسوشیټډپریس خبري اژانس هم د امریکا او ایران مذاکرات مستقیم او مخامخ یاد کړي دي.

خو تراوسه هیڅ یوې رسنۍ او معتبر خبري اژانس د دغو مذاکراتو په اړه جزیات خپاره کړي نه دي.

سپینې ماڼې ویلي، په دغو مذاکراتو کې د امریکا له خوا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس، د منځني خیتځ لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی سټیو ویتکاف او د ولسمشر زوم جرد کوشنر او د ایران له خوا د دې هېواد د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقجي او علي باقري ګډون لري.

Your browser doesn’t support HTML5

اسلام اباد د امریکا او ایران د خبرو کوربه دی

په داسې حال کې چې په پلازمینه اسلام اباد کې درې اړخیز مذاکرات روان دي، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د شنبې په ورځ د (حمل۲۲مه) پر خپلې ایکس پاڼې په یو پیغام کې لیکي،"په پاکستان کې د ایران لوړپوړی پلاوی په زوړتیا سره د ایران د ګټو دفاع کوي".

بل پلو، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مذاکراتو له پیله څو شبیې مخکې پر خپلې سوشل پاڼې (ټروټ) کې ولیکل،"موږ همداوس د هرمز تنګي په پاکوالو لیګا یوو، دا هغه ښه دي چې موږ يې د چین، جاپان، جنوبي کوریا، فرانسې، جرمني او یو شمیر نورو هېوادونو سره کوو".

د ټرمپ په ټکو،"جالبه دا ده چې دغه هېوادونه د هرمز تنګي د پاکوالو نه زوړتیا او نه يې اداره لري".

د راپورنو له مخې، د ایران، امریکا او اسراییلو ترمنځ د ۴۰ ورځنۍ جګړې پرمهال کې ایران په هرمز تنګي کې ماینونه کرلي وو.

د ټرمپ له دغې پیغام وروسته د اکسیوس خبریال باراک راوید د یو امریکايي چارواکي په حواله وویل،"د امریکا د سمندري ځواکونو څو بیړۍ له هرمز تنګي تیرې شوي دي".