پر لبنان د اسراییلو د شنبې ورځې په بریدونو کې لس کسان وژل شوي

پر لبنان د اسراییلو د بریدونو د ویجاړۍ یوه برخه

د لبنان پر جنوب د اسراییلو په بریدونو کې لس کسان وژل شوي او لسهاوو نور ټپیان دي.

دغه بریدونه د شنبې په ورځ د (حمل۲۲مه) د لبنان پر دولسو سیمو شوي دي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د لبنان د روغتیا وزارت د شنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي، "په بریدونو کې د حزب الله ډلې پلویان هم وژل شوي".

د ایران له ملاتړه برخمنه د حزب الله ډله د امریکا او اسراییلو له لورې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژندل کیږي.

خو اروپايي ټولنې د دغې ډلې پوځي برخه ترهګره بولي.

اسراییلو تراوسه پر لنبان د تازه بریدونو په اړه څه ویلي نه دي.

د امریکا او ایران ترمنځ له اوربند وروسته اسراییلو پر لبنان په بریدونو کې په یوه ورځ کې ۲۵۰ کسان ووژل.