د ایران مشر مجتبی خامنه ای د جګړو په لومړیو ورځو کې سخت ټپي شوی دی.
رویترز خبري اژانس د شنبې په ورځ د (حمل۲۲مه) د ایران دننه د دریو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې خامنه ای لا هم د مخ او پښو د سختو ټپو له کبله تر درملنې لاندې دی.
رویتز د دغو سرچینو نومونه یاد کړي نه دي.
مجتبی خامنه ای پر ایران د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې د خپل پلار ایات الله علي خامنه ای له وژل کیدو وروسته د هغه ځایناستی وټاکل شو.
له دغې ۴۰ ورځینۍ جګړې وروسته لاهم د مجتبی خامنه ای کوم انځور او غږ خپور شوی نه دی.
له دې سربیره د خامنه ای د ساتنې د ځای په اړه هم دقیق معلومات په لاس کې نشته.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران ۵۶کلن نوی مشر د سختو ټپونو سربیره لا هم "ذهني وړتیا " لري او له لوړو پوړو حکومتي چارواکو سره په پریکړو کې ونډه اخلي.
د ازادې اروپا ازادي راډیو/فردا څانګه په ایران کې پر انټرنیت د بندیز له کبله نشي کولی د دغو اطلاعاتو او معلومات دقیق والی تایید کړي.