ونس : هیله من یم چې اسلام اباد کې له ایران سره خبرې به مثبتې وي

د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس اسلام اباد ته له رسیدو مخکې

د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس هیله ښودلې چې اسلام اباد کې له ایراني لوري سره خبرې به یې مثبتې وي.

د رویټرز د راپور له مخې ونس دغه څرګندونې نن جمعه پاکستان ته له روانېدو مخکې کړې دي.

د امریکا او ایران خبرې سبا شنبه په اسلام اباد کې ترسره کیږي.

فرانس پریس لیکلي چې دغه خبرې به د وروستیو څو پړاوونو په څېر، غیر مستقیمې وي، یعنې دواړه لوري به بېلابېلو خونو کې کیني او پاکستاني منځګړي به یې پيغامونه سره تبادله کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سعید خطیب زاده پرون وویل چې د دوی د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف ممکن د ایراني پلاوي مشري وکړي.