د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د شاوخوا پنځه میاشتنۍ بندېدا وروسته، د طالبانو حکومت وایي، په دې برخه کې ښو خبرونو ته سترګې په لار دي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ( افغانستان- منځنۍ اسیا مشورتي غونډې) په پای کې وویل، دوی غواړي د افغانستان له لارې جنوبي او مرکزي اسیا سره ونښلوي.
مونږ ډېر په جدیت سره کار کوو چې دا حل کړو. مونږ مذاکراتو او تفاهم ته جدي یوامیرخان متقي
هغه بې له دې چې په چین کې د دواړو لورو ترمنځ شویو خبرو ته اشاره وکړي، د منځنۍ اسیا د ځینو هېوادونو چارواکو ته په خطاب کې د وضعیت ښه کېدو ته هیله مندي وښوده. " افغانستان اراده لري چې د تاسو ( منځنۍ اسیا) او جنوبي اسیا ترمنځ، یا هم شمال او جنوب ترمنځ د یوه ښه پول رول ادا کړي. کوم مشکلات چې اوس زمونږ او پاکستان ترمنځ راغلي دي، مونږ ډېر په جدیت سره کار کوو چې دا حل کړو. مونږ مذاکراتو او تفاهم ته جدي یو. حل لاره غواړو. امید شته پرمختګ وشي او امید شته مونږ او تاسو ښه خبرونه واورو."
د ( افغانستان-منځنۍ اسیا مشورتي غونډه ) کې، چې تیره شنبه په کابل کې پېل او چهارشنبه پای ته ورسېده، د تاجکستان، ترکمنستان، قرغیزستان، ازبکستان او قزاقستان استازو ګډون درلود.
د طالبانو د حکومت د شمېرو له مخې تېر ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲ اعشاریه ۷ میلیارده ډالره وه او په وینا یې هڅه کوي چې راتلونکو کلونو کې یې لس میلیاردو ته ورسوي.
دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې د تېر کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ، سوداګرۍ او ترانزیت لارې یو مخ بندې دي.
که څه هم له هغه وخته تراوسه څو ځله د افغانستان او پاکستان سوداګرو او عامو خلکو د لارې د خلاصېدو غوښتنې وکړې، خو د طالبانو حکومت وایي، تر هغو چې له پاکستانه پیاوړي ضمانتونه ترلاسه نه کړي، لارې نه خلاصوي.
متقي داسې مهال له پاکستان سره تفاهم ته هیله من دی چې د طالبانو د حکومت او پاکستاني لورو مرکچیانو د سه شنبې په ورځ د چین په اورمچي کې خپلې ۷ ورځنۍ خبرې پای ته ورسولې.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماو نینګ وویل چې دا مذاکرات په مثبته فضا کې ترسره شول چې پکې د ستونزو پر بنسټ او د عملي ګامونو د اخیستو په تړاو خبرې وشوې.
فرانس پریس وایي، دواړو لورو ژمنه کړې چې د پوځي شخړې د هر ډول زیاتیدو مخنیوی به کوي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تېرو څو میاشتو شخړو او په کابل د پاکستان وروستیو خونړیو بریدونو ته په پام سیاسي جوړجاړی او لارو دایمي خلاصون څومره عملي دی؟
په دې شرط چې پاکستان دې کار کې خپل صداقت وښييعزیز احمدزی
دا پوښتنه د چارو کارپوه عزیز احمدزي داسې ځواب کړه: "په دې شرط چې پاکستان دې کار کې خپل صداقت وښيي او داسې ونه شي چې د تېر په شان پاکستان کله چې د دوی زراعتي محصولات یا هم سوداګري له مرکزي اسیا سره ډېریږي، لارې خلاصې کړي او کله چې د افغانستان د محصولاتو وخت وي، یا هم پاکستان، هند او نورو هېوادونو ته صادریږي، لار بنده کړي. زه هیله من یم چې امارت اسلامي ( د طالبانو حکومت) به دغه ضمانت له پاکستانه اخیستی وي."
د طالبانو حکومت او پاکستان د تېر کوچني اختر په مناسبت څو ورځې اوربند اعلان کړی و، خو د طالبانو حکومت د اوربند پر مهال او له هغه را وروسته شپو ورځو کې وویل چې پاکستان د افغانستان په ختیځو او جنوب ختیځو سیمو بریدونه کړي دي.
پاکستان ادعا کوي چې افغانستان کې د طالبانو او د پاکستاني طالبانو مرکزونه په نښه کوي، خو د طالبانو حکومت وایي، د جګړې له پيله ۷۶۱ ملکیان وژل شوي دي.
دغه شمېرې تراوسه خپلواکو سرچنیو نه دي تایید کړي.
بل لورته له تېرو دریو ورځو راهیسې بیا د ډیورند کرښې په اوږدو کې حالت په ظاهره عادي دي او دواړو لورو د کومې شخړې راپور نه دی ورکړی.