د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکی محمد الله وايي" موږ له مرکزي کلینک سره لس پنځلس کیلومتره واټن لرو او ډېر په ستونزو هلته ورسیږو."
محمد الله وايي د دوی په سیمه کې اوس مهال روغتیايي مرکز نشته او د ستونزې پر مهال تر مرکزي کلینیکه باید په ساعتونو ساعتونو مزل وکړي.
نوموړي ازادي راډيو ته وویل:
" یو کلینیک شاوخوا اووه اته میاشتې په معروف چینه کې و چې وروسته بند شو، نه پوهیږو چې ولې خو ښايي بودجه یې نه لرله، خو د دې روغتیايي مرکز موجودیت دلته ډېر ګټور و، ډېر کار یې کاوه اوس موږ ۱۰ یا پنځلس کیلومتره لیرې روغتیايي مرکز ته ځو، سپین غر او اچین له موږ ډېر لیرې دي، د دې کلینیک له بندیدو سره زموږ روغتیايي ستونزې ډېرې شوي دي."
خو دا یوازې د ننګرهار لیرې پرتې سیمې نه دي چې خلک یې د روغتیايي اسانتیاوو له نه موجودیت شکایت کوي.
د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ یوې اوسېدونکې همد د نوم د نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل:
" مخکې هر څه وو، کلینیک و، مواد به موږ ته راکول کېده خو اوس شی لا نشته، نه کلینیک شته، نه نرسان شته، نه قابله شته، ماشومان مو ټول ناروغان دي."
دا په داسې حال کې ده چې تازه د ملګرو ملتونو د کډوالې نړیوال سازمان "ای او ایم" ویلي په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ میلیونه کسان روغتیايي خدمتونو ته د لاس رسي لپاره مرستو ته اړتیا لري چې دا د دې هیواد د بشري او عامې روغتیا د کړکیچ ژورتیا څرګندوي.
دغه سازمان په خپل راپور کې چې سه شنبه د حمل ۱۸مه یې په خپله ویب پاڼه خپور کړی ویلي"روغتیايي خدمتونو ته باید د یوې بنسټیزې اړتیا په توګه وکتل شي نه د امتیاز په ډول، په ځانګړي ډول د هغو زیانمنو ټولنو لپاره چې له بې ځایه کېدو، بې وزلۍ او روغتیايي مرکزونو ته د کم لاسرسي له ستونزو سره مخ دي."
د نړیوالو مرستو له کمښت سره د دې هیواد روغتیايي سیستم د تېر په پرتله کمزوری شوی
په راپور کې راغلي، دوی هڅه کړې څو افغانستان ته راستنېدونکو ډېرو افغانانو ته بېړنۍ او ژوند ژغورونکې روغتیايي مرستې برابرې کړي، په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې له لږو پیسو، خراب روغتیايي حالت او یا بېړنیو اړتیاوو سره راستانه شوي دي.
"ای او ایم" ویلي د بې ځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو لوی شمېر، په لیرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو، درملو، تجهیزاتو او روزل شوو روغتیايي کارکوونکو له جدي کمښت سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته او د نړیوالو مرستو له کمښت سره د دې هیواد روغتیايي سیستم د تېر په پرتله کمزوری شوی دی.
د ختیځ نورستان د کامدیش ولسوالۍ یوه روغتیايي مسول د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د نړیوالو مرستو له کمښت سره د دوی په سیمه کې روغتیايي اسانتیاوې په بې سارې ډول کمې شوي دي.
"د کامدیش او برګمټال ناروغان له ډېرو ستونزو سره مخ دي، د دې ولسوالیو خلک له څلور پنځه ساعته مزل وروسته دلته راشي، خو دلته هم ورته پوره روغتیايي اسانتیاوې نه ورکول کېږي ځکه نه درمل شته او نه هم نورې اسانتیاوې، د درملو کیفیت هم د پخوا په پرتله اوس خراب شوی دی."
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو د تېر ۲۰۲۴ کال په ډیسمبر میاشت کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په یو خبري کنفرانس کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د ولسوالیو ۷۲ سلنه اوسیدونکي ثانوي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
د روغتیا نړیوال سازمان د تېر کال په ډیسمبر کې په یو راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې د ۲۰۲۵ کال کې د سخت مالي کسر له امله د ۴۴۵ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه یا ځنډول شوي او یا هم په بشپړ ډول تړل شوي دي.
په دې راپور کې راغلي وو چې د دغه روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو له امله لږ ترلږه نېږدې څلور میلیونه خلک اغیزمن شوي دي.