امریکا او ایران په وروستۍ شېبه کې پر اوربند سلا شول

د دوو اونیو د اوربند له اعلان وروسته د تهران په یوه سړک کې د خلکو یو انځور

امریکا او ایران تیره شپه په یوه اوربند سلا شول. ولسمشر ټرمپ چې پرون یې ایران ته ګواښ کړی وو وویل چې د ایران له لورې یې د لسو ټکو یو وړاندیز ترلاسه کړی دی . تهران هم ویلي چې ددواړو خواوو ترمنځ د “ځانګړو شرطونو په اساس” اوربند رامینځ ته  شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ او ایران د پاکستان په منځګړیتوب د دوه اونیو اوربند باندې سلا شول ترڅو له جګړې ترشا او دواړو خواوو ته د سولې د یوې هوکړې لپاره د خبرو وخت برابر شي.

ټرمپ چې د سه شنبې ورځې (د اپریل ۷مه ) په لومړیو ساعتونوکې یې ګواښ کړی وو : «که ایران هوکړه ونکړي ، نو نن شپه به یوټول مدنیت له منځه ولاړ شي»، په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې وویل چې له تهران څخه یې د لسو ټکو یو وړاندیز ترلاسه کړی او باور لري چې «دا د خبرو اترو لپاره یو عملي بنسټ دی».

بلخوا دایران سپاه پاسداران ځواکونو ته نږدې تسنیم خبري اژانس تایید کړه چې د دواړو خواوو ترمنځ د “ځانګړو شرطونو په اساس” اوربند رامینځ ته شوی دی.

ټرمپ په خپل پیغام کې لیکلي:
"هغوی غوښتنه وکړه چې زه نن شپه ایران ته د ویجاړونکي ځواک د استولو څخه لاس واخلم ، په دې شرط چې د ایران اسلامي جمهوریت به د هرمز تنګی بشپړ، سمدستي او په خوندي توګه پرانیزي، نو زه هم موافق یم چې د دوو اونیو لپاره بمبار او پر ایران برید وځنډوم."

ټرمپ د ایران د وړاندیز په اړه نور جزئیات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه چې دا هوکړه پر دې ولاړه ده چې تهران به د هرمز تنګي له لارې د کښتیو ازاد تګ راتګ ته اجازه ورکړي. دا تنګی یو مهم سمندري لاره ده چې د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه نفت او ګاز ترې تېرېږي.

شنونکي وايي چې همدا شرط د دې تړون مهم ټکی دی او زیاتوي چې د اوربند ثبات به د تهران پریکړو پورې تړلی وي.

د اتلانټیک شورا لوړپوړي څېړونکي او د پینټاګون پخواني چارواکي الیکس پلیټساس، د ازادې اروپا راډیو ته وویل:
"اوس ټولې سترګې ایران ته اوښتي، ځکه چې ولسمشر اوربند دې پورې تړلی چې ایران به دا تنګی پرانیزي."