د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلونو کشرې لوبډلې له ترکمنستان سره لوبه مساوي کړه

د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلونو کشرې لوبډلې پرون سه شنبې د منځنۍ اسیا د فوټبال د تنکیو لوبډلو د سیالیو په دوام کې له ترکمنستان لوبه مساوي کړه.

دا لوبه چې د کابل پرمهال څلور نیمې بجې پیل شوې وه، دواړه لوبډلې د لوبې ترپایه ونه توانیدلې چې ګول ووهي.

لوبه صفر د صفر پر وړاندې پایته ورسیده.

له دې مخکې افغانستان خپله لومړی لوبه د دوشنبې په ورځ قرغیزستان ته بایللې وه.

دا سیمه‌ییز ټورنمنټ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره کېږي او د منځنۍ اسیا پنځه لوبډلې پکې برخه لري.

افغانستان، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او قرغیزستان د منځنۍ اسیا تر اوولس کلونو کشرو لوبډلو په سیالیو کې ګډون لري.