د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلونو کشره لوبډله له ترکمنستان سره مخامخ کېږي

د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلونو کشره لوبډله نن (سې‌شنبې) د منځنۍ اسیا د فوټبال د تنکیو لوبډلو د سیالیو په دوام کې له ترکمنستان سره مخامخ کېږي.

دا سیمه‌ییز ټورنمنټ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره کېږي او د منځنۍ اسیا پنځه لوبډلې پکې برخه لري.

ټاکل شوې چې دا لوبه د کابل پر وخت د مازدیګر په ۴:۳۰ بجې پیل شي.

دا مسابقه د افغانستان د لوبډلې لپاره ځانګړی اهمیت لري، ځکه چې خپله لومړۍ لوبه یې پرون پر قرغیزستان وبایلله.

که دا لوبه هم وبایلي، نو په پاتې سیالیو کې به پر لوبډلې فشار نور هم زیات شي.

افغانستان، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او قرغیزستان د منځنۍ اسیا تر اوولس کلونو کشرو لوبډلو په سیالیو کې ګډون لري.