منځني ختیځ کې د شخړو دوام، اسراییل او ایران نن هم یو پر بل درانه بریدونه کړي دي

د اسراییل په حیفا کې د ایران له توغندیز برید وروسته صحنه

پر ایران د اسراییلو او امریکا د بریدونو په دوام نن دوشنبه ( د حمل ۱۷مه) په تهران درانه هوایي بریدونه شوي دي.

د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو ایراني څانګې راډیو فردا لیکلي چې یو برید په تهران کې پر شریف صنعتي پوهنتون شوی دی او د پوهنتون مشر ویلي چې د پوهنتون یو " علمي بنسټ" په نښه شوی دی.

تېره شپه هم پر تهران بریدونه شوي چې د لږ تر لږه ۶ ماشومانو وژل کېدل په کې تایید شوي دي.

بل لورته اسراییلي چارواکو تایید کړې چې پر شمالي ښار حیفا د ایران په توغندیز برید کې دوه تنه وژل شوي، دوه ورک دي او د یوه ماشوم په ګډون ۴ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، ایران نن سهار پر اسراییل لږ تر لږه لس توغندي توغولي دي.

له دې سره همهاله د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت هم ویلي چې هوایي دفاع سیستم یې د ایران د توغندیو او ډرونونو د تعقیب په حال کې دی.

دغه وزارت ویلي، د هېواد په بیلابیلو برخو کې د چاودنو غږونه، د همدې تعقیبي عملیاتو له کبله دي.

کویټ هم نن دوشنبه ورته خبرونه خپاره کړي دي.