د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره، اوچا وایي، په افغانستان کې په ملیونو کسان هره ورځ د چاودیدونکو موادو او وسیلو له ګواښ سره مخامخ دي.
اوچا د یکشنبې په ورځ (د حمل په ۱۶ ) پرخپله ایکس پاڼه ولیکل، د دې هیواد دوه دریمه برخه د یوډول چاودیدونکو موادو له امله اغیزمنه ده چې د چادونو په نتیجه کې یې په میاشت کې له پنځوسو زیات ملکي وګړي خپل ژوند له لاسه ورکوي. د دې ادارې په وینا د قربانیانو اکثره یې ماشومان دي. د ملګروملتونو دې ادارې ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې ۱۴،۵ ملیونه ډالرو ته اړتیا دي چې د ژوند ژغورنې لپاره د ماین پاکۍ او له خطرونو یې د پوهاوي هڅې مخ ته یووړل شي.
د ملګروملتونو د بشري حقونو څانګې د تیرې پنجشنبې په ورځ د ماینونو د پوهاوي او عمل د نړیوالې ورځې په مناسبت چې د اپریل څلورمه نومول شوې، په خپله ویبپاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۵ کال کې د ماین چاودنو له امله ۴۷۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې ۶۷ سلنه یې ماشومان و. په ماشومانو کې هم اکثریت یې هلکان و.