متقي؛ د چین په ارومچي ښار کې د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ مذاکرات روان دي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي،" د چین په ارومچي ښار کې د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د سولې خبرې اترې روانې دي".

متقي دا خبره نن یکشنبې د "افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو د مشورتي خبرو اترو" په ناسته کې کړې ده.

د هغه په ټکو،" طالبانو په صداقت او د حل لار موندنې په موخه په دې مذاکراتو کې ګډون کړی دی".

متقي وړاندې وویل،"د خبرو اترو او متقابل احترام له لارې د ستونزو د حل په لټه یوو، خو له خپلو خلکو او د هېواد له ځمکنۍ بشپرتیا څخه دفاع مو حق ده".

د چین په اورمچي ښار کې د تیرې پنجشنبې په ورځ د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د سولې مذاکرات پیل شول.

تراوسه د دغو مذاکراتو نور جزیات خپاره شوي نه دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند طاهر اندرابي د تیرې اونۍ په پای کې ویلي و،"په دغو مذاکراتو کې د پاکستاني پلاوي ګډون د پاکستان د حکومت د اندېښنو پر بنسټ دی".

د هغه په ټکو،" د مذاکراتو د پرمختګ مسولیت د طالبانو حکومت ته ورګرځي".