په افغانستان کې د باران او سیلابونو دوام، زابل او سالنګونو کې واوره شوې

ارشیف

له پیښو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو د حکومت اداره وایي، نن او تېره شپه د هېواد په یوشمېر سیمو کې ورښتونو او سیلابونو خلکو ته زیان اړولی دی.

زابل، هلمند، پکتیا، خوست، لغمان، میدان وردګ هغه ولایتونه یاد شوي چې خلک یې ډېر زیانمن شوي.

سالنګونو او د زابل په یوشمېر سیمو کې بیا واوره ورېدلې ده.

که څه هم د جمعې تر غرمې د مرګ ژوبلې تازه شمېرې خپرې نه شوې، خو چارواکي وایي، د حمل میاشتې په دویمه اونۍ کې ۵۱ کسان طبیعي پیښو کې مړه شوي دي.