د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وایي، د هرمز تنګي " خلاصول" د ایران په همکارۍ ممکن دي

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وایي، د هرمز تنګي د " خلاصولو" لپاره پوځي عملیات "غیرواقعي" دي او په دې برخه کې د ایران همکاري اړینه ده.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې مکرون له جنوبي کوریا څخه د کتنې په مهال وویل: "ځینې کسان شته چې د زور او پوځي عملیاتو له لارې د هرمز تنګي د خلاصولو ملاتړ کوي، هغه دریځ چې کله ناکله د متحده ایالاتو له خوا هم مطرح شوی دی." نوموړي دغه دریځ غیرواقعي وباله او ټینګار یې وکړ چې دا ډول عملیات به ډېر وخت ونیسي او هغه کسان به چې له دې تنګي تېرېږي له "ساحلي ګواښونو" سره مخ کړي، په ځانګړي ډول د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو له لوري چې "د پام وړ امکانات او بالستیک توغندي لري."

د فرانسې ولسمشر زیاته کړه: "دا کار یوازې د ایران په همکارۍ ممکن دی". هغه لومړی د اوربند د ټینګښت او د خبرو اترو د بېرته پیلیدو غوښتنه وکړه.

هرمز تنګی، چې د تیلو د لېږد لپاره یو حیاتي مسیر دی، په وروستیو اونیو کې د امریکا او اسرائیل له خوا د ایران پر ضد د جګړې له پیل وروسته عملاً تړل شوی او د نړۍ په کچه یې د اومه تیلو او اړوندو محصولاتو بیې لوړې کړې دي.