د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بینیټ وایي، په افغانستان کې د ماین پاکۍ د هڅو دوامداره مالي ملاتړ د ماشومانو ژوند ژغوري. بینیټ د پنجشنبې په ورځ د وري په ۱۳ مه پرخپله ایکس پاڼه کې د ماینونو د پوهاوي او عمل نړیوالې ورځې په مناسبت لیکلي، د اپریل د څلورمې په درشل کې دا یو څرګند حقیقت دی: "دوامداره مالي ملاتړ د ماشومانو ژوند ژغوري. له دې پرته، د چاودېدونکو توکو اغېزې به پرافغان ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو دوام ومومي. پانګونه اختیاري نه ده؛ دا ژوند ژغوري."
د ملګروملتونو د بشري حقونو څانګې د پنجشبنې په ورځ په خپله ویبپاڼه کې لیکلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د ماین چاودنو له امله ۴۷۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې ۶۷ سلنه یې ماشومان و. په ماشومانو کې هم اکثریت یې هلکان و.
د ماینونو د پوهاوي او پروړاندې یې د اقدام نړیواله ورځ، چې هر کال د اپرېل په ۴مه لمانځل کېږي، د ځمکنيو ماینونو او د جګړې له پاتې شويو چاودېدونکو توکو د خطرونو په اړه پوهاوی لوړوي. دا ورځ په ۲۰۰۵ کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې له خوا اعلان شوه او هدف یې د ککړو سیمو پاکول، د قربانیانو لاسنیوی او د امن ټینګښت ته وده ورکول دي.