د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې جمعه او شنبې د سختو بارانونو، تیزو بادونو او سیلابونو اټکل

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپیژندې اداره نن جمعه او سبا شنبې د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې بریښنا، تیزو بادونو او سیلابونو د پیښیدو اټکل کوي. دې وزارت پرون پنجشنبې پرخپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې په نورستان، پکتیکا، پکتیا، خوست، غزني، میدان وردګ، بامیان، سرپل، جوزجان، بلخ، بغلان، تخار، کندوز، سمنګان، پروان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لوګر، ننګرهار، کونړ، لغمان، بدخشان، فراه، هلمند، فاریاب، غور، ډایکنډي، ارزګان، کندهار او زابل ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د باران کچه په بیلابیلو سیمو کې له لسو څخه تراویا ملي مترو پورې اټکل کيږي. همدارنګه په مرکزي او ختیځو ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د تیزو بادونو د پیښیدو اټکل کیږي چې سرعت به یې په بیلابیلو سیمو کې له پنځوسو څخه تر۸۵ کیلومترو پورې وي.

د هواپیژندنې ادارې د بیان له مخې د سالنګونو په ګډون په لوړو او یخو سیمو کې د درنې واورې د اوریدو اټکل کیږي. دې ادارې هیوادوالوته سپارښتنه کړې چې د ورښتونو په مهال له هغو سیمو څخه چې د سیلابونو له خطر سره مخ وي، په جدي توګه ځان لیرې وساتي. په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو او سیلونو له امله د طالبانود حکومت له پیښو سره د مبارزې ادارې په وینا د وري له ۶ تر۱۳ پورې ۵۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړي او په لسګونو ټپیان شوي دي.