اوتیزم یا عصبي اختلال څومره پیژنی؟ دغه راپور کې له ناروغ لرونکو او ډاکټرانو سره خبرې شوي

ارشیف

نن  د اپرېل ۲مه د ( اوتیزم) په اړه د پوهاوي نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې یو شمیر کورنۍ چې ماشومان یې په دې اختلال اخته دي وايي، نه پوهېږي چې څنګه ترې په سمه توګه ساتنه وکړي، ځکه په دې برخه کې یې هېڅ ډول عملي لارښوونه یا ملاتړ نه دی ترلاسه کړی.

امین الله هغه افغان دی چې له کلونو راهیسې شپه ورځ په یوه خونه کې، هغه هم د کورنۍ په خبره یې پښه تړلی، چې ځان ته زیان ونه رسوي، پروت دی.

په اوتیزم اخته دغه یوولس کلن ماشوم د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

د امین الله پلار نقیب الله ازادي راډیو ته وویل، د زوی د تړلو طریقه ورته سمه نه ښکاري خو بې وزلۍ او د امکاناتو له کمښت سره مخ دی.

دی زیاتوي هېڅ ډول عملي لارښوونه یا ملاتړ یې نه دی ترلاسه کړی او نه پوهېږي چې څنګه په سمه توګه د خپل ماشوم ساتنه وکړي: "مور یې لاس نیسي، ډوډۍ ورکوي او ورته پمپر تړي، خبرې نه کوي، له اوو کلونو راهیسې په هماغه کوټه کې چې موږ ټول ژوند کوو پښه یې په رسۍ یا ټوکر تړلې ده،. که یې پرېږدو، بهر ځي. بل ستر اولاد هم نه لرم چې پسې وګرځي. ناارامه کېږي، ژاړي او غږونه کوي 'او او او'. خو بله چاره نه لرم،څه وکړم؟ یوازې مور یې ده، دا د هغه کارونه وکړي، د کور که د نورو ماشومانو. ډاکتر وايي دا اوټیزم دی او درملنه نه لري، باید تاسو خپله هر څه وروښیئ. ما وویل څنګه یې وروښیم؟ زه یوازې د جمعې په ورځ کور ته ځم."

د امین الله په خبره درې نور ماشومان هم لري خو هغوی روغ دي.

د ځانګړو اړتیاوو لرونکو ماشومانو یو شمېر فعالان وايي، په افغانستان کې ډېرې کورنۍ د بې وزلۍ، د مسلکي خدمتونو د نشتوالي او د پوهاوي د کموالي له امله نه شي کولی د اوټیزم لرونکو ماشومانو د ساتنې سمه طریقه عملي کړي.

له دې ډلې شعیب حارث، وايي مخکې یې د ځینو افغان اوټیزم لرونکو ماشومانو مالي ملاتړ کړی او تازه یې په کابل کې د "عافیه" په نوم د اوټیزم یو غیرانتفاعي بنسټ هم جوړ کړی دی.

ده ازادي راډیو ته وویل چې دا ماشومان د کورنۍ ملاتړ، ځانګړې زده‌کړې او د ټولنې منلو ته اړتیا لري، خو په خبره یې افغانستان کې د دې اختلال په اړه پوهاوی ډېر محدود دی.

نوموړی زیاتوي، چې د پوهاوي زیاتوالی کولی شي د دې ماشومانو په وضعیت کې مهم بدلون راولي:"په افغانستان کې د اوټیزم په اړه یو مهم کار دا دی چې پوهاوی زیات شي. کله چې پوهاوی رامنځته شي، ډېر بدلونونه راوستلای شي او مثبت اغېز لري. همدارنګه باید پر دې ماشومانو شفقت، مهرباني او ورسره خواخوږي ولرو، هغوی ومنو، تر خپلې وسې مرسته ورسره وکړو، تبعیض او له هغوی تېښته ونه کړو."

د ډاکترانو په وینا، اوټیزم (Autism Spectrum Disorder – ASD) د عصبي-ودې یو اختلال دی چې د ټولنیز تعامل، لفظي او غیرلفظي اړیکو او تکراري یا محدودو چلندونو له ستونزو سره مل وي. دا اختلال تر ډیره د ژوند په لومړیو کلونو کې څرګندیږي او کچه یې له لږ څخه تر شدید پورې ده.

جنیټیکي ستونزې یې یو احتمالي لامل ګڼل کېږي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت تر اوسه په دې اړه مشخص ارقام یا معلومات نه دي خپاره کړي، او د دې وزارت ویاند شرافت زمان هم د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

په همدې حال کې، د ماشومانو متخصص ډاکټران وايي، که څه هم د اوټیزم بشپړه درملنه نشته، خو ژر تشخیص او کورنیو کې ورسره د چلند درملنې پیل کولی شي د دې ماشومانو د اړیکو او ورځنيو مهارتونو په ښه کولو کې مهم رول ولوبوي.

له دې ډلې د داخله او ماشومانو د ناروغیو متخصص ډاکتر سرور خالد،، ازادي راډیو ته وویل، که کورنۍ په ماشوم کې دا نښې، لکه د خبرو ځنډ، د اړیکو ستونزه، د سترګو تماس نه لرل، تکراري او محدود چلندونه او په زده‌کړو کې یې ستونزې وویني، باید ژر یې ډاکتر ته ورولي. خو نوموړی ټینګار کوي، داسې هم نه ده چې د دې نښو درلودونکی هر ماشوم دې اوټیزم ولري: "اصلي درملنه چې د اوټیزم لرونکو ماشومانو لپاره وړاندیز کېږي، د چلند درملنه ده، چې اکثره په کورنۍ کې د ارواپوه یا متخصص د لارښوونوسره سم ترسره کېږي. هر څومره چې ژر تشخیص او درملنه پیل شي، هومره یې اغېز زیات وي. په وړکتون او ښوونځي کې هم دا درملنه ترسره کېږي تر څو د ماشوم د خبرو او ټولنیز پرمختګ کچه ښه شي."

په افغانستان کې د اوټیزم په اړه رسمي معلومات او څېړنې محدودې دي.

د ځینو کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې، که څه هم د معلولیت لرونکو ماشومانو لپاره تعلیمي مرکزونه شته، خو د اوټیزم لرونکو ماشومانو لاسرسی مسلکي خدمتونو او مناسب تعلیمي چاپېریال ته لا هم محدود دی.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په ۲۰۰۷ کال کې د اپرېل ۲مه د اوټیزم د پوهاوي د نړیواله ورځې په نوم نومولې ده، د دې ورځې له نومولو موخه، د دې اختلال په اړه د عامه پوهاوی زیاتول او د اوټیزم لرونکو کسانو د برابرو حقونو خونديوب دی.

"اوټیزم او انسانیت – هر ژوند ارزښت لري." دا ۲۰۲۶ کال لپاره د دې ورځې پیغام دی.