د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون ویلي چې د چهارشنبې په ماښام پر کونړ د پاکستان په توپچي بریدونو کې ۱ ملکي کس وژل شوی او ۵ نور ټپيان شوي دي.
دغه تلویزیون پر خپله ایکس پاڼه د پيښې د قربانیانو انځورونه خپاره کړي او زیاته کړې ده چې ټپيانو کې ۴ یې ماشومان دي.
وړاندې راغلي چې برید چهارشنبه ماذدیګر په ځایي وخت ۴ بجې او ۵۰ دقیقې د سرکاڼو ولسوالۍ د ناواپاس دوه سرکې سره شوی دی.
پاکستان پنځه اونۍ وړاندې پر افغانستان د بریدونو دغه څپه پيل کړه.
د تاوتریخوالي د دوام راپورونه داسې مهال ورکول کیږي چې نړیوالو اژانسونو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د چین په منځګړیتوب د پاکستان او د طالبانو د حکومت استازي د چین په اورمچي کې د سولې خبرو ته ناست دي.
تراوسه د اورمچي د خبرو جزییات رسنیز شوي نه دي او دواړو خواوو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.