آی او ایم: په ۲۰۲۵ کال کې نژدې ۱۵ سوه افغانان د کډوالۍ په لارو کې مړه شوي یا تري تم دي

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان « آی آو آیم » وايی په تېر یوه کال کې نږدې ۱۵ سوه افغانان د نړیوالې کډوالۍ پر مهال یا مړه شوي او یا هم ورک شوي دي.

یو شمېر افغانان چې د کورنۍ غړي یې اروپا ته د ناقانونه کډوالۍ پر مهال مړه یا ورک شوي وايي که په افغانستان کې د کار شرایط برابر شي هیڅکله به زړه ښه نه کړي چې د کورنۍ غړي په مرګونو لارو د کار په لټه له کوره واستوي.

موږ تر اوسه نه پوهېږو چې ژوندی دی که نه، څوک وايي چې په سمندر کې یې کښتې ډوبه شوې څوک وايي چې د بلغاریا په ځنګلونو کې نادرکه شوې دی

د بغلان ولایت د مرکز پلخمري اوسېدونکی محمد زمان د خپل وراره کیسه کوي چې اروپا ته په لاره نادرکه شوی. "له ترکیې نه یې ځان ایستلی وو، خو په لاره کې نادرکه شو."

نوموړي وړاندې ازادي راډیو ته وویل: "موږ تر اوسه نه پوهېږو چې ژوندی دی که نه، څوک وايي چې په سمندر کې یې کښتې ډوبه شوې، څوک وايي چې د بلغاریا په ځنګلونو کې نادرکه شوې دی، هیڅ نه پوهیږو، ډېرو قاچاقبرانو سره مو اړیکې ونیولې خو تراوسه یې سم معلومات نه دی شوی، مور او پلار یې تراوسه ورته په تمه دي."

د لغمان د ختیځ الینګار ولسوالۍ یوه اوسېدونکې شاه فیصل هم ازادي راډيو ته وویل چې نږدې یوه نیمه میاشت مخکې یې د تره یو زوی چې غوښتل یې اروپا ته لاړ شي د ایران او افغانستان ترمنځ په پوله د سختې واورې له امله مړ شو.

هغه چهارشنبه د حمل ۱۲ مه ازادي راډيو ته وویل: "همدا تېر ژمی زما د تره زوی اروپا ته په لاره په ایران کې د سختو واورو له امله مړ شو، زموږ د کلي څو نور کسان هم ورسره وو، ځینې تراوسه نادرکه دي، که دلته کار وای، شرایط سم وای، نو هیچا زړه نه ښه کاوه چې د خپل زړه ټوټې د مرګ خولې ته ورکړي خو مجبوریت، بې کارۍ او کمزوری اقتصاد لامل شوی چې خلک خپل ځوانان په داسې مرګونو لارو د کار په لټه بهر ته واستوي."

همدا تېر ژمی زما د تره زوی اروپا ته په لاره په ایران کې د سختو واورو له امله مړ شو، زموږ د کلي څو نور کسان هم ورسره وو، ځینې تراوسه نادرکه دي

مخکې هم د افغانستان د بېلابیلو ولایتونو یو شمیر اوسېدونکي ازادي راډیو ته ویلي وو چې د بېلابیلو ستونزو ډیر د بې وزلۍ او بې کارۍ له امله یې د کورنۍ غړي، خپلوان او دوستان له ډیرو خطرناکو، مرګونو او ناقانونه لارو کډوالۍ ته اړ کېږي.

تازه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان « IOM » اعلان کړی چې په تېر ۲۰۲۵ کال کې لږ ترلږه ۱۴۹۲ افغان وګړي د ناقانونه نړیوالې کډوالۍ پر مهال مړه یا هم تري تم شوي دي.

دغه سازمان په خپل یو تازه راپور کې چې سې شنبه د حمل ۱۱مه ریلیف ویب پاڼې خپور کړی ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د اسیا – پاسیفیک سیمې له هيوادونو نه په ټوله کې ۲۷۲۲ کسان د کډوالۍ پر مهال په لارو کې مړه شوي چې تر ټولو ډېر شمېر په کې افغانان وو.

د راپور له مخې له افغانستان وروسته د میانمار وګړي د مړینې په کتار کې دوهم ځای لري.

راپور وایي، د مړینې او تري کم کېدو لږ ترلږه ۲۴۷۱ مړینې چې د ټولو پېښو ۹۱ سلنه کیږي د افغانستان او ایران ترمنځ په ځمکنيو لارو، او دغه راز د بنګال خلیج او اندامان په سمندري لارو ثبت شوي دي.

د معلوماتو له مخې، په دې کې ۱،۵۴۷ پېښې په جنوبي اسیا، ۹۲۰ په جنوب ختیځه اسیا، او ۴ په ختیځه اسیا کې ثبت شوي دي.

د « ای او ام » د راپور له مخې له دې سیمې بهر د نړۍ په نورو برخو کې هم ۲۵۱ کسان د کډوالۍ پر مهال مړه شوي یا ورک شوي چې ډیری دغه پېښې د اروپا په لارو رامنځته شوي دي.

یاد بنسټ د مړو شویو کسانو د جنسیت او عمرونو په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې ډیری مړه شوي افغانان نابالغ نارینه دي او دغه راز د روهینګیا کډوالو په منځ کې ښځې او ماشومان ډېر قرباني شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ټینګار کړی چې له ۲۰۲۴ کال وروسته چې د ناقانونه کډوالۍ پر مهال په کې ۲،۷۴۵ کسان مړه شوي وو، دا دویم پرله‌پسې کال دی چې د کډوالو د مړینو شمېر له ۲،۷۰۰ څخه اوړي.

په راپور کې راغلي چې دا د کډوالو په وړاندې د جدي خطرونو او د هغوی د ملاتړ د اړتیا ښکارندوي کوي.

په دې اړه نور:

"په ټولنیزو شبکو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې د ایران او ترکیې پر پوله د لسګونو افغانانو د مړینې ادعاوې"

که څه هم له افغانستانه د ناقانونه کډوالې لړۍ له پخوا روانه ده خو د راپورونو له مخې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته د بې کارۍ ، بې وزلۍ او امنیتي ستونزو له امله د ناقانونه کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان له دې مخکې ویلي وو چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې شاوخوا ۷ میلیونه افغانان له هېواده کډوال شوي دي.

خو د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت د روان کال په پیل کې ویلي وو چې د دوی د بیا واکمنۍله پيله ۶ اعشاریه ۸ میلیونه افغانان له ګاونډیو او نورو هېوادونو څخه بیرته افغانستان ته په زور یا خپله خوښه ستانه شوي دي.