سیلونه په دوهمه کټګوري کې ډیر زیات زیانونه اړويولي مدقق
یو له هغو طبیعي افتونو چې افغانستان تهدیدوي، سیلونه دي. د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ادارې پخواني مرستیال ولي مدقق ازادي راډيو ته وویل چې د سیلابونو بهیدل د اقلیم له بدلون سره مستقیم ارتباط لري:
« په افغانستان کې چې د اقلیم د بدلون په برخه کې کومې څېړنې شوې دي هغه دا دي چې سیلونه په دوهمه کټګوري کې ډیر زیات زیانونه اړوي»
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې په افغانستان کې د دوه زره څلرویشتم او پنځه ویشتم کلونو په ترڅ کې د سختو سیلونو له امله تر دوه لکه اتیا زره ډیر کسان مستقیما اغیزمن شوي او شاوخوا یو میلیون نور تر خطر لاندې راغلې دي. په روان دوه زره شپږ ویشتم کال کې د ژمي په ترڅ کې په ګڼو ولایتونو کې ورښتونه وشول چې تر ډيره د سیلونو د بهیدو سبب نه شول. د متخصصینو په وینا د یوې درجې هوا له تودیدو سره د هوا بخارات اووه فیصده زیاتیږي چې ورڅخه لمدې درنې وریځې جوړیږي او دا وریځې د داسې ګڼو وریځو سبب کیږي، چې سیلونه ورسره بهیږي.
د اوبو او چاپيریال د چارو د متخصصینو په باور له سیلونو دوه ډوله خلک ځانونه خوندې کولی شي، یو ډول داسې تدابیر دي چې وار له مخه باید ونیول شي چې ډیر سیلونه ونه بهیږي، بل ډول داسې هڅې دي چې خلک د سیلونو پرمهال وژغورل شي.
تر اوسه موږ په شخصي لګښت دا نیالګي کښېنولي ديد خوست یو اوسیدونکی
د وار له مخه تدابیرو په اړه د چاپيریال متخصص سید محمد سلیمانخیل ازادي راډيو ته وویل چې خلک باید ونې کیږدي:
« که چیرته موږ ځنګلونه ولرو، ډيرې ونې ولرو. ښه څړځایونه ولرو د سیلونو د بهیدو شدت یا سرعت کمولی شي چې له دې سره یې هغه تخریبات او ستونزې کمیږي»
د افغانستان په اکثر ولایتونو کې نن سبا د ونې د کرلو وخت دی او په ځینو ولایتونو کې خلکو په رضا کارانه ډول ونې ایښې دي چې په دې برخه کې د خوست د تڼیو ولسوالي د اوسیدونکو هڅې پراخې دي. د دې ولسوالي استوګنو په غرنیو سیمو کې د بادامو شاوخوا شل زره نیالګي ایښې دي. د تڼیو اوسیدونکي سید وزیر ازادي راډیو ته وویل چې د سیمې خلک غواړي چې داسې هڅو ته دوام ورکړي:
« تر اوسه موږ په شخصي لګښت دا نیالګي کښېنولي دي نه کومې موسسې، نه دولت له موږ سره مرسته کړې ده»
د کارپوهانو په نظر کله چې سیلونه بهیږي ونې یې نه پریږدي چې خاورې خړې ورسره یوسي نو د سیل خطر کمیږي او ونې په خپله د سیلونو د بهیدو مخه داسې هم نیسي چې یو مقدار اوبه ګرځوي او جذبوي.
د سیلونو د مخنیوي یوه بله چاره دا ده چې اوبه تنظیم شي. د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ادارې پخواني مرستیال ولي مدقق ازادي راډیو ته وویل:
« په لوړو ارتفاعاتو کې چې اوبه له کوم ځایه سرچینه اخلي، که له هغو ځایونو موږ اوبه تنظیم کړو او خصوصا په خوړونو کې واړه واړه بندونه جوړ کړو نو د سیلونو مخه نیول کیږي او دا په خپله زمینه دې ته مساعدوي چې موږ بیا هلته ونې کېږدو»
د ملګرو ملتو په وینا له تیرو لسو کلونو راهیسې په افغانستان کې د سیلونو د تلفاتو شمیرې زیاتې شوې دي. د راپورونو له مخې د سیلونو د تلفاتو د زیاتیدو یو عمده علت خوړونو او سیندونو ته نژدې د کورونو جوړیدل دي.
انسان بوتل نه دی چې سرچپه یې کړو او له خولې څخه یې اوبه بهر کړوډاکټر اکرم ملکزی
د سیلونو پرمهال یوشمیر کسان هغه وخت مري چې له اوبو ژوندي راوایستل شي. په جرمني کې میشت ډاکټر اکرم ملکزی وایي چې خلک باید له دغو کسانو سره خپل چلند بدل کړي:
« دا کار به نه کوئ چې انسان د بوتل په څېر سرچپه کړئ چې اوبه یې له خولې راووځي، ځکه چې دا د انسان د مرګ سبب کیږي. ځیني کسان داسې کوي چې سیل وړی پر مځکه څملوي، د هغه پر ملا او خېټه داسې زور راوړي چې اوبه یې له نسه راووځي، نو که مخکې نه وي مړ شوی په دې ډول به مړ شي. بس یوازې دا وکړئ چې دا ناروغ ژر تر ژره روغتون ته انتقال کړئ»
ډاکټر ملکزی زیاتوي چې د سیل اوبه له غرونو او لوړو ځایونو راځي چې ډیرې ناپاکې وي او ډیرې میکروبي وي، نو که سږي ته لاره وکړي د سکاروي سبب کیږي، که تر پوست لاندې شي د ډیرو بدو مردار دانو سبب کیږي او داسې میکروبونه هم د سیل له اوبو سره یوځای کیږي، که یې ژر درملنه ونه شي په لنډ وخت کې د مرګ سبب کیږي.
په افغانستان کې د سیلونو له امله د کورونه د ړنګیدو له کبله هم خلکو ته مرګ ژوبله اوړي. ډاکټر ملکزی وایي چې له داسې ټپيانو سره باید احتیاط وشي:
« که د چا کوم غړی مات شوی وي، د هغه له خوځیدو سره هغه هډوکی نور پسې ماتیږي او هغه رګونه چې ترې لاندې دي هغه هم پرې کیږي، کوم عصب چې هلته دي هغه شکیږي، نو باید په فني ډول وژغورل شي، داسې چې، که یې د ملا هډوکی مات شوی وي نو باید داسې نه شي چې دوه تنه یې له پښو ونیسي او دوه له لاسونو او جګ یې کړي. هغه باید په اړخ شي، ترې لاندې یوه تخته کېښودل شي. ناروغ پر تخته کیښودل شي او روغتیایي مرکز ته انتقال شي»
ډاکټر ملکزي بیا د لاس او پېښې د هډوکو د ماتیدو په اړه ازادي راډيو ته وویل چې پکار ده یوه دړه ورسره ونیول شي او هغه په یوه ټوکر که بل څه نه وي پر پټکي وتړل شي او ناروغ روغتون ته بیول شي.
د وړاندوینو له مخې سږکال به هم په افغانستان سخت سیلونه وبهیږي، ځکه چې اقلیم تغییر شوی، ځنګلونه کم شوي او د افغانستان غرنۍ جغرافیه د ناڅاپي خونړیو سیلونو لپاره مناسبه ده.