چین او پاکستان په یو ګډ بیان کې په منځني خیتځ کې دجګړې د سمدستي دریدو غوښتنه کړې ده.
دغه بیان چې پنځه مادې لري د سه شنبې په ورځ د (مارچ۳۱مه) په پیکنګ کې له خبرو اترو وروسته خپور شوی دی.
په بیان کې راغلي، "چین او پاکستان په فوري توګه په منځني خیتځ کې د جګړې د دریدو او د دې جګړې د پراخیدو د مخنیوي لپاره د پراخو هڅو غوښتنه کوي".
په عین حال کې د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره په پیکنګ کې کتلي څو په منځني خیتځ کې د جګړې د پایته رسولو او د سولې په بهیر کې د اسلام اباد د رول په اړه ورسره خبرې وکړي.
د بیان له مخې،"چین او پاکستان له ښکیلو لورو ملاتړ کوي څو د اختلافاتو سوله ییز حل ته ژمن پاتي شي او د خبرو اترو په بهیر کې د زور له کارولو ډډه وکړي".
په بیان کې دواړو هېوادونو د جګړې په جریان کې په هرمز تنګي کې د کښتو د امنیت، د ملکي کسانو او زیربناو پر ساتنې او امنیت هم تاکید کړی دی.
پاکستان د تیرې یکشنبې په ورځ اعلان کړی و چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو کوربتوب ته چمتو دی.