د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي،" له ایران سره د مذاکراتو سربیره، د خارک ټاپو د نیولو پلان تر څیړنې لاندې دی".
هغه چې نن دوشنبې فایننشنال ټایمز ورځپانې سره خبرې کولې وویل،"کیدای شي خارک ټاپو ونیسو یا يې ونه نیسو، ډیر انتخابونه لرو، دا کار په دې مانا دی چې باید بیا هلته (خارک) د یو څه وخت لپاره پاتې شو".
ټرمپ د خارک ټاپو څخه د ایران د دفاع د پوښتنې په ځواب کې وویل،" فکر نه کوم چې هغوي (ایرانیان) د دفاع لپاره څه ولري، ډیر اسانه کولی شو چې خارک ونیسو".
د ټرمپ په ټکو،"غوره ګڼم چې د ایران د تیلو واک ترلاسه کړم". هغه دا احتمالي اقدام په ونزویلا کې د نیکلاس مادورو له نیول سره پرتله کړ او زیاته يې کړه چې اوس د ونزویلا تیل د امریکا د تیلو چانځایونو ته راځي.
ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې د ایران د تیلو د واک د ترلاسه کیدو خبره کوي چې د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې له پنځوس سلنه لوړې شوي دي.
اوسمهال د تیلو د یو بیرل بیه ۱۱۶ ډالرو ته پورته شوې ده.