ټاکل شوې ده چې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د ۱۴۰۵ هـ. ل کال د کانکور آزموینې لومړی پړاو سږکال بیا هم د نجونو له ګډون پرته د راروانې غويي یا ثور میاشتې په ۲۱مه واخیستل شي.
د طالبانو د حکومت د ازموینو ملي ادارې پرون (یکشنبې د وري په ۹مه) اعلان وکړ چې د کانکور ازموینو دوهم پړاو به د غويي په ۲۸مه، دریم پړاو د غبرګولي په ۱۲مه او د متفرقه ازموینې په ګډون څلورم او وروستی پړاو د غبرګولي په ۲۲مه واخیستل شي.
د افغانستان د لوړو او نیمه لوړو زده کړو په موسسو کې د محصلانو د جذب ظرفیت د سږني کال لپاره ۱۱۱۸۸۵ تنه دی.
دا په داسې حال کې ده چې د لوړو زده کړو د موسسو دروازې لاهم د نجونو او ښځو پرمخ تړلې دي.
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت په ۱۴۰۱ هـ. ل کال کې اعلان وکړ چې نجونې او ښځې تر ثانوي خبرتیا پورې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د زده کړو اجازه نه لري.