د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت د افغانستان په یوشمیرولایتونو کې د سیلابونو له امله د لویو لارو د بندیدو خبر ورکوي.
دې وزارت نن یکشنبې د وري په نهمه په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې د سرپل ولایت د کوهستانات، البدر او صیاد ولسوالیو، د بلخ ولایت د چهارکنت ولسوالۍ مسیرونه او د بادغیس – فاریاب عمومي لاره لا هم د سیلابونو د جریان له مله د تګ راتګ پرمخ تړلي دي. د ټولګټو وزارت په وینا د ولایتي ریاستونو تخنیکي او عملیاتي ټیمونه په اغیزمنو سیمو کې د لارو د پاکولو او بیا پرانیستلو چارې مخ ته وړي او تراوسه یې یو شمېر تړلي مسیرونه بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستې دي. دې وزارت د سیلابونو له امله د احتمالي ځاني زیانونو یادونه نده کړې خو له هېوادوالو او موټر چلوونکو څخه یې غوښتنه کړې چې د هوا ترعادې کېدو پورې پر سیلابي مسیرونو له سفر څخه ډډه وکړي. تردې مخکې په بادغیس کې ځایي چارواکو د ورښتونو له امله د پنځو تنو د مړه کیدو خبر ورکړی و.