د یمن حوثي وسله والې ډلې چې د ایران له ملاتړه برخمنه ده، ویلي چې د اسراییل او ایران په شخړه کې د ایران د ملاتړ په هدف یې پر اسراییل لومړني توغندي ور ویشتلي دي.
د اسراییل پوځ هم ویلي چې د یمن له خوا یې یو توغندی کشف کړی دی.
په صنعا کې د حوثيانو ویاند په یوه ویډیو کې چې پر اکس یې خپره کړې ویلي چې دوی څو بالستیک توغندي اسراییل خواته توغولي دي.
حوثیانو تر دغه برید څو ساعته مخکې په یوه جلا خبرپاڼه کې وویل، که چیرته پر ایران د اسراییل او امریکا جګړه شدیده کیږي، دوی به د اسراییل او امریکا په ضد پوځي اقدام وکړي.
په دې توغندیز برید سره داسې ښکاري چې د اسراییل په ضد روانه شخړه کې یوه نوې جبهه پرانستل شوه.
حوثیانو ویلي، دغه بریدونه به یې تر هغو روان وي چې خپلو هدفونو ته په کې ورسېږي.