ولسمشر ټرمپ د ایران د انرژۍ پرتاسیساتو بریدونه د پنځو ورځو لپاره وځنډول

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې متحده ایالاتو له ایران سره ښې او ګټورې خبرې کړې دي او هغه پوځ ته امر کړی چې د ایران پر برېښنا کوټونو او د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو هر ډول پوځي بریدونه د پنځو ورځو لپاره وځنډوي.

د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې ټرمپ دا پرېکړه وروسته له هغې کړې چې ایران ګواښ وکړ که متحده ایالات د ایران د برېښنا شبکه په نښه کړي، نو دوی به د اسراییل د برېښنا د تولید فابریکې او هغه تاسیسات چې د خلیج په سیمه کې امریکایي اډو ته برېښنا برابروي، هدف وګرځوي.

ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ تروټ سوشل کې په یوه بیان کې وویل چې متحده ایالاتو له ایران سره په تیرو دوو ورځو کې په منځني ختیځ کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره "جدي او ګټورې خبرې" ترسره کړي دي. هغه ولیکل: "ما د جګړې وزارت ته لارښوونه کړې ده چې د ایران پر برېښنا کوټونو او د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو هر ډول پوځي بریدونه د پنځو ورځو لپاره وځنډوي چې دا کار د روانو غونډو او خبرو اترو د بریالیتوب لپاره کیږي. "

ټرمپ ویلي چې خبرې اترې به د اونۍ په اوږدو کې دوام وکړي. ولسمشرټرمپ د یکشنبې په ورځ ګواښ کړی و چې که ایراني چارواکي په ۴۸ ساعتونو کې د هرمزتنګی په بشپړډول پراننیزي، نو د ایران د انرژۍ تاسیسات به نښه کړي او هغه به له مینځه یوسي.

تهران د ولسمشرټرمپ د دغو وروستیو څرګندونو په اړه تراوسه غبرګون ندی ښودلی.