یونیسف: په ۲۰۲۵ کال کې یې په افغانستان کې ۲،۱ ملیون وګړو ته پاکې اوبه برابرې کړي دي

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق، یونیسف وایي، تیر۲۰۲۵ کال کې یې د شریکانو په مرسته په افغانستان کې ۲،۱ ملیون وګړو ته پاکې اوبه برابرې کړي دي. د دې صندوق چارواکي تاج الدین اویوال د مارچ په ۲۲ د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه پیغام کې ویلي چې دغو هڅو یې له ماشومانو سره د سالمې روغتیا په برخه کې مرسته کړې او هم یې میندو ته د دې زمینه برابره کړي چې د خپلو کورنیو ښه پالنه وکړي. یونیسف دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د سره صلیب نړیوالې کمیټې پرون یکشنبې د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې وویل چې" په افغانستان کې اوبو ته لاسرسی په سختېدو " دی. دې کمیټې ویلي چې د اوبو کموالي د افغانانو ورځنی ژوند متاثره کړی دی. د دې کمیټې په وینا د ورښت کموالي، د نفوس زیاتوالي او له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو راستنېدنې د افغانستان تر ځمکې لاندې اوبه له ډېر فشار او بې دریغه استفادې سره مخامخې کړي دي.