افغانستان کې د طالبانو حکومت اسلام اباد یوځل بیا د اوربند په ماتولو تورنوي او وايي چې پاکستان پرافغانستان بریدونه پيل کړي دي.
د طالبانو د حکومت مرستيال وياند، حمدالله فطرت نن یکشنبه (د مارچ پر ۲۲مه)، پر اېکسپاڼه ليکلي چې سهار مهال، پاکستاني پوځيانو د کونړ ولایت پر ناړۍ ولسوالۍ د هاوان مرمۍ ویشتلي چې له امله یې يو نارينه وژل شوی او يوه ښځه ژوبله شوې ده. د فطرت په وينا، پاکستاني پوځ د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي خلکو پر موټر ډزې کړې خو چاته زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه پاکستان په دې اړه څه نه دي ويلي خو مخکې یې د کابل یوه ورته ادعا رد کړې وه. په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان د اختر په ورځو کې اوربند اعلان کړی . پاکستان د فبرورۍ د مياشتې له وروستيوو څخه په کابل، ننګرهار، پکتيکا، خوست او کونړ کې بمبارۍ کړې دي. په غبرګون کې یې افغان طالبانو هم د ډرون او د ځمکنیو ځواکونو د بریدونو له لارې ځواب ورکړی دی.
اسلام اباد ادعا کوي چې په افغانستان کې دننه بریدونه د هغو پاکستاني وسله والو د مرکزونو ویشتلو لپاره کوي چې پاکستان کې حملې کوي. خو ملګري ملتونه او د طالبانو حکومت وايي د پاکستان په حملو کې ولسي وګړي وژل شوي دي. افغان طالبان دا نه مني چې پاکستانۍ وسله والې ډلې په افغانستان کې موجودې دي اوپه تکرار یې ویلي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.