اتحاد هوایي شرکت د کابل- ابوظبۍ ترمنځ الوتنې پيل کړې

کابل ته د اتحاد هوایي شرکت رسیدلې الوتکه، انځور د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت له پاڼې

د متحده عربي اماراتو اتحاد هوایي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پيل کړې.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ویلي چې د دغه شرکت لومړنۍ الوتکه پرون جمعه د کابل هوایي ډګر کې کیناسته.

دغه شرکت به په اونۍ کې څلور ځله د ابوظبۍ او کابل ترمنځ الوتنې کوي.

له العربیه او فلای دوبۍ وروسته اتحاد د متحده عربي اماراتو دریم هوایي شرکت دی چې د طالبانو له بیاواکمنۍ وروسته یې کابل ته الوتنې پيل کړي.