د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وایي، پر کابل د پاکستان د وروستي خونړي برید لسګونه مړي لا هم په عدلي طب کې پراته دي او هویت یې څرګند نه دی.
د دغه وزارت ویاند شرافت زمان نن شنبه ( د وري یا حمل ۱) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، هغه کورنۍ چې ناروغ یې لادرکه دی، دارلامان سیمه کې دغه روغتون ته ورتللی شي.
پاکستان د تیرې اونۍ د دوشنبې په ماخوستن کابل کې د معتادینو د درملنې پر یوه مرکز برید وکړ چې د طالب چارواکو په وینا له ۴ سوو ډېر ناروغان په کې ووژل شول.
پاکستان بیا ادعا وکړه چې د دوی هدف دغه مرکز ته نژدې پوځي تاسیسات و.
د طالبانو حکومت د پاکستان دغه ادعا رد کړې او ویلې یې دي چې برید پر ملکي تاسیساتو شوی او مرګ ژوبله یې هم ټوله ملکیانو ته اړولې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت په دې اړه تازه څه نه دي ویلي، خو تېره اونۍ یې رویټرز ته یاده پیښه کې د ۱۴۶ ملکیانو مړینه تایید کړې وه.