د طالبانو حکومت په افغانستان کې نن د اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې، خو پر کابل د پاکستان د وروستي هوایي برید د قربانیانو او لا درکه شویو کورنۍ او خپلوان لا هم د خپلو عزیزانو د ژوند او مرګ په معلومولو کې سرګردانه دي.
د کابل ښار یو اوسیدونکی وايي، د عبدالواحد په نوم ۲۶ کلن د ماما زوی یې په کابل کې امید په نوم په نشه يی توکو د روږدو کسانو د درملنې په روغتون د دوشنبې" د حوت ۲۵ مې " د شپې ناوخته له برید راهیسې لادرکه دی.
د کابل ښار دې اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، د پنجشنبې په ورځ «د حوت په ۲۸مه» یې ازادي راډیو ته وویل، عبدالوحد چې کابو یو کال وړاندې په هیروینو روږدی شوی و ،او اوس د درملنې لاندې و:
ټول ور پسې ګرځي، وزیر محمد اکبر خان روغتون کې وګرځېدو خو دا چې جسدونه پېژندل کېږي نه، په همدې خاطر لادرکه دی، کورنۍ ورپسې ګرځي،
" ټول ور پسې ګرځي، وزیر محمد اکبر خان روغتون کې وګرځېدو خو دا چې جسدونه پېژندل کېږي نه، په همدې خاطر لادرکه دی، کورنۍ ورپسې ګرځي، د ماما زوی مو لا نه دی پیدا کړی،همدې روغتون کې بستر و، همدا یې د رخصتۍ ورځې وې خو بس نصیب نه و، لا یې معلومات نشته، چې ژوندی دی که مړ دی؟ ځوان و دا یو کال کېږي چې واده یې کړی و او یوه لور یې هم پیدا شوی، خفګان دومره زیات دی، چې دلته افغانستان کې چاته اختر نه ښکاري."
خو د ده په خبره دا یوازې عبدالواحد نه دی، بلکې لسګونه نورې کورنۍ هم نن د یاد کمپ مخې ته راټولې او د دې کمپ ویجاړیو کې او د بېلابېلو روغتونونو دروازو شا ته په اعلان شویو لیستونو کې د خپلو کورنیو د غړو، اولادونو او عزیزانو په لټه کې سرګردانه دي.
د طالبانو حکومت د کورنیو وزارت ویلي، چې په دې روغتون هوایي برید کې له ۴۰۰ ډیر کسان وژل شوي او له ۲۵۰ ډیر ټپیان شوي دي.
د دې وزارت چارواکو دا هم ویلي چې د ژغورنې د عملیاتو تر بشپړېدو وروسته ممکن شمېرو کې بدلون راشي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) رویټرز خبري اژانس ته د وژل شویو شمېر لږترلږه د ۱۴۳ کسان ښودلي دي.
د طالبانو د حکومت د معلوماتو پر بنسټ په دې روغتون کې شاوخوا ۳ زره روږدي تر درملنې لاندې وو.
خو د پاکستان حکومت د روغتون په نښه کول رد کړي او ویلي چې دوی دې په دې هوایي برید کې د «تحریک طالبان پاکستان» پټنځای په نښه کړی دی، هغه ادعا چې طالبانو، زرګونو افغانانو، بېلابېلو نړیوالو ادارو او د بشري حقونو سازمانونو رد او غندلې ده.
په ورته وخت کې په ځینو ولایتونو کې د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان او پاکستان د نښتو له امله بې ځایه شوي افغانان وایي، تر اوسه خپلو مېنو ته ستانه شوي نه دي او اختر په سختو ستونزو کې تر خیمو لاندې تېروي.
د ننګرهار ولایت د تورخم ښارګوټي یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، په دې اړه یې ازادي راډیو ته وویل:
اوس هم هغوی (کورنۍ مې) خیمه کې بند دي، زه دلته کلي کې یم، خوارکیان ټول خلک موږ او کورنۍ مې ټول ډېرو ستونزو سره مخ یو
"اوس هم هغوی (کورنۍ مې) خیمه کې بند دي، زه دلته کلي کې یم، خوارکیان ټول خلک موږ او کورنۍ مې ټول ډېرو ستونزو سره مخ یو، ځکه اختر لپاره چې کوم وسایل څه وه نه هغوی ته رسېدلي نه موږ ته، هر څه ګډوډ دي."
دغه شان د خوست ولایت د علیشېرو ولسوالۍ یو اوسېدونکي چې کورنۍ یې له خپلې مېنې بې ځایه شوې او په خیمه کې اوسېږي وایي، ځکه یې کورنۍ او لسګونه کلیوال بیرته خپلو سیمو ته نه دي ستانه شوي، چې د تاوتریخوالي له بیا پیل وېرېږي.
ده هم د نوم نه خپرېدو په شرط د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:
دا اوربند خو موقتي دی، نو ځکه څوک زړه نه ښه کوي چې خپلو کورونو ته وګرځي
"دا اوربند خو موقتي دی، نو ځکه څوک زړه نه ښه کوي چې خپلو کورونو ته وګرځي، ځکه که اوربند مات شي بیا خلک ستونزو سره مخ کېږي،نو خلک ځینې خیمو کې دي ځینې کرایي کورونو ته تللي، ډېر تکلیف کې دي، موږ له واړو خواوو غواړو چې نور دې ستونزې له ډیپلوماتیکو لارو حل کړي."
دا غوښتنې داسې مهال دي چې تازه د طالبانو او پاکستان حکومت د ترکی، قطر او سعودي عربستان په غوښتنه لنډمهالی اوربند اعلان کړی.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د چهارشنبې په ورځ" د حوت په ۲۷ مه" په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د یادو هېوادونو په غوښتنه به پاکستاني ځواکونه د روانې مارچ میاشتې تر ۲۴ مې پر افغانستان بریدونه نه کوي.
خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه په خپله ایکس پاڼه بیان کې بیا د کومې نېټې له مشخصولو پرته اعلان کړی چې دوی هم د اختر ورځو کې پر پاکستان انتقامي عملیات دروي.
د پاکستان حکومت مخالفې وسلوالې ډلې تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) هم د کوچني اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړی دی.
د دې ډلې ویاند محمد خراساني رسنیو ته په استولې اعلامیه کې ویلي چې دوی دا پرېکړه د اختر ورځو ته په درناوي کړې ده.
د یادونې ده چې د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان او پاکستان تر منځ نښتو او تاوتریخوالي وروسته له هغه زور واخیست چې پاکستان د تېرې فبرورۍ په ۲۶مه د پکتیکا او ننګرهار ولایتونه بمبار کړی چې ننګرهار کې د یوې ملکي کورنۍ د ۱۷ تنو غړو وژل کېدو په ګډون په کې ګڼ کسان ټپیان شول.
د سعودي عربستان، قطر او ترکیې د بهرنیو چارو وزارتونو په بېلابېلو بیانونو کې د پاکستان او طالبانو د حکومتونو تر منځ د شوي اوربند هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې دواړه لوري دې ستونزې د مذاکرې له لارې حل کړي او دې مذاکراتو لپاره یې د فرصتونو برابرولو او همکاریو ډاډ ورکړی دی.