د طالبانو مشر له پاکستان سره د شخړې په ارتباط د صبر او استقامت هیله څرګندوي

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده تصویر ، ارشیف

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده کندهار کې د اختر په مناسبت خپله وینا کې پرته لدې چې د پاکستان نوم واخلي د افغانستان او پاکستان ترمینځ وسلوالې شخړې ته په اشاره د صبراو استقامت هیله څرګنده کړه.

هغه وویل : " که پر مونږ څوک بمبارد کوي ، که مونږ څوک په توپونو باندې ولي ، توپونه دې هم ولي، بمبارد دې هم کوي، هرڅه دې هم کوي، خو په مونږ کې دې الله تغییر نه راولي د مونږ په عقیدو اوایمان کې د ې الله تغییر نه راولي ، مونږ په دې توپ او طیاره باندې نه سي خرابولی، "

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو مشر پرته لدې چې په کابل د پاکستان د وروستي برید د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ووايي ددغې وسلوالې شخړې په هکله علنا خبرې کوي.

په کابل کې دمعتادانو د درملنې په یوروغتون د سه شنبې شپې په برید کې د طالبانو په وینا څه دپاسه ۴۰۰ کسان وژل شوي دي خو ملګرو ملتونو تراوسه د ۱۴۳ کسانو مړینه تایید کړې.

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په دغه برید کې د ډرون الوتکو او پوځي تجهیزاتو زیرمتون په نښه شوی دی.

پرون پاکستان او افغانستان د اختر په مناسبت په خپل مینځ کې موقت اوربند اعلان کړ.

دواړو خواوو په بیلابیلو اعلامیو کې وویل چې د سعودي عربستان ، قطر او ترکیې په غوښتنه یې دغه اوربند منلی دی.

چین نن ددغه اوربند هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې دواړه خواوې ارام پاته شي.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت سترې محکمې تیره شپه اعلان وکړ چې فراه ، هلمند او غور ولایتونو کې ګڼ شمیرکسانو د شوال یا کوچني اختر د میاشتې د لیدنې شاهدي محاکموته وړاندې کړې ده .

د وزیرستان او پیښور په ځینو سیمو کې هم نن د کوچني اختر لمونځ شوی دی.

سعودي عربستان او ګڼو عربي هیوادونو سبا جمعه د اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې.