د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي،"طالبانو په روان کال کې رسنۍ په بې سارې کچه سانسور او ځپلي دي".
دغه مرکز نن چهارشبنې د (مارچ۱۸مه) د خبریال ورځې په مناسبت د یو راپور په خپرولو سره ویلي،"سږکال د رسنیو له ازادیو د سرغړونې او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۰۷ پېښې ثبت شوي دي".
د راپور په ټکو،" په دغو پېښو کې د دوو کسانو وژل، د یو کس ټپي کیدل، د ۲۱خبریالانو نیول او د ۱۸۳ کسانو د ګواښلو قضیې شاملې دي".
وړاندې راغلي،"د تیرکال پرتله پر رسنیو د طالبانو په محدودیتونو او د رسنیو له ازادیو څخه د سرغړونې په قضیو کې شل سلنه زیاتوالی راغلی دی".
له دې وړاندې په بهر کې د افغانستان له خبریالانو او رسنیو د ملاتړ سازمان امسو ویلي وو،" د طالبانو له خوا پر افغان خبریالانو د بندیزونو او محدودیتو په زیاتیدو سره ډیر شمیر خبریالان په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې په پټه خپلو کارونو ته دوام ورکوي".
طالبانو پر افغانستان له واکمنیدو راهیسې پر ښځو او نجونو له بندیزونو سربیره، رسنۍ محدودې او سانسور کړي دي.