بېنیټ؛ د معتادنیو پر روغتون بریدونه دې په خپلواکه او شفافه توګه وڅیړل شي

د مارچ په ۱۷مه په کابل کې د معتادنیو د درملنې پر روغتون د پاکستاني پوځ له بریدونو وروسته ویجاړی

د بشري حقونو په چارو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورورکونکي ریچارډ بېنټ په کابل کې د معتادنیو د درملنې پر روغتیا د پاکستاني پوځ بریدونه غندلي او د څیړنو غوښتنه يې کړې ده.

هغه نن چهارشنبې د (مارچ۱۸مه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،"د راپورونو له مخې په دغه بریدونو کې په لسهاوو کسانو ته مرګژوبله اوښتې چې باید په فوري، خپلواکه او شفافه توګه وڅیړل شي".

هغه ټینګار وکړ،"د پېښې عاملان باید مسوول وګڼل شي او د قربانیانو کورنیو ته باید تاوان ورکړل شي".

پاکستاني پوځ دوشنبې ناوخته په کابل د معتادنیو د درملنې په یوه روغتون بریدونه وکړل چې شاوخوا ۴۰۰ کسان په کې ووژل شول او ۲۵۰ نور ټپیان شول.

پاکستاني پوځ ادعا لري چې په کابل او ننګرهار کې يې یو شمیر پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.