د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بریدونه چې د ګڼو ملکیانو د وژنې او د ملکي تاسیساتو د ویجاړېدو سبب شوي غندي.
دغه وزارت د ویاند رندیر جیسوال په حواله په یوه بیان کې د شنبې ناوخته لیکلي: «دا د پاکستانۍ ادارې یو بل یرغلیز عمل دی چې لا هم د یوه خپلواک افغانستان له مفکورې سره دښمني پالي.»
په دغه بیان کې هند ټينګار کړی چې د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته باید په بشپړ ډول درناوی وشي.
د پاکستان هوايي ځواکونو په کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا کې د جمعې په شپه هوايي بریدونه کړي.
د راپورونو له مخې ګڼو افغان ملکیانو ته په دغو بریدونو کې مرګژوبله اوښتې.
ځینې هستوګن کورونه او ملکي تاسیسات ویجاړ او کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د کام ایر د ملکي هوايي شرکت د تېلو ډیپوګانې سوځېدلي چې شاوخوا شپږ سوه ټنه تېل پکې له منځه تللي.
پاکستان بیا ادعا کړې چې په افغانستان کې یې په بریدونو سره د افغان طالبانو مهم مراکز او د ټي ټي پي روزنیز کمپونه هدف ګرځولي.