د ایران پر خارک ټاپو بریدونه، ټرمپ وایي د ده په امر دغلته ( ډېر درانه ) بریدونه ترسره شوي

خارک ټاپو باندې د نن ورځې بریدونه

له اوږدې چوپتیا وروسته، د ایران دولتي رسنیو د شنبې په ورځ تایید کړه چې امریکا خارک ټاپو کې پر پوځي تاسیساتو برید کړی دی.

د ایران سپاه پاسدران ته نژدې فارس خبري اژانس، راپور ورکړ چې په خارک کې "له ۱۵ څخه زیاتې چاودنې" اوریدل شوي او له ټاپو څخه لوګی پورته کیدل.

دولتي رسنیو تایید کړه چې امریکا یوازې په خارک کې پوځي تجهیزات په نښه کړي، او بیا یې ادعا وکړه چې د ټاپو دفاعي سیسټمونه زیانمن شوي ندي.

ازادي راډیو په خپلواک ډول دغه ادعاوې نه شي تاییدولی.

د امریکا ولسمشر د شنبې په سهار په خپل ټولنیز رسنیو حساب کې ولیکل: "څو شیبې وړاندې، زما په امر، د امریکا مرکزي قوماندې د منځني ختیځ په تاریخ کې یو له خورا درنو هوایی بریدونو څخه ترسره کړ، چې په خارک ټاپو کې یې ټول ایراني پوځي هدفونه په بشپړه توګه ویجاړ کړل."

ډونالډ ټرمپ وړاندې ویلي.: "ایران زموږ د بریدونو په وړاندې د ځان د دفاع وس نلري. داسې هیڅ شی نشته چې دوی یې کولی شي! ایران به هیڅکله اټومي وسله ونه لري. او نه به هیڅکله د متحده ایالاتو، منځني ختیځ او یا هم نړۍ ته ګواښ پېښ کړي."

خارک د ایران په جنوب لویدیځ کې پروت ټاپو دی چې شل کیلو متره مربع مساحت لري، د بوشهر ولایت اړوند دی او د تیلو چاڼ ځایونه په کې دي.