فقیرزی د افغانستان په ختیځ کې، د تورخم سیمې له زیانګالو کسانو څخه دی.
دی وايي چې د ده کورنۍ او نور هغه کسان چې له دې سیمې بې ځایه شوي په ډیر بد وضعیت کې دي.
فقیرزي د جمعې په ورځ «د حوت په ۲۲مه" ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه:"تورخم کې هېڅ څوک نه دي پاتې، ټول له خپلو کورونو وتلي، په ډکه، لعل پورې او ګردي کې دي او ډېری خلک ګردي ته تللي، ستونزې ډېرې دي، د خوړو ستونزه شته، د اوبو ستونزه شته، زما د اولادونو په ګډون موږ ټول هر ځای پراته یو او یو ټراټ (ترپال) مو په سر راکش کړی، هغه ډول چې لازمه ده مرستې نه دي شوي."
دا وضعیت د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د جګړو له زیاتوالي وروسته رامنځته شوی دی.
د دې تاوتریخوالي له زیاتېدو سره هم مهاله، د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) خوراکي مرستو ته د لاسرسي او افغانستان ته د ژوند ژغورونکو خوړو په رسولو د دې نښتو د اغیز په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
د ملګرو ملتونو دې ادارې د پنجشنبې په ورځ د «حوت په ۲۱ مه» په خپله ویب پاڼه ریلیف خپور کړي راپور کې لیکلي چې د روان کال د مارچ تر پنځمې پورې د کرښې په اوږدو کې تاوتریخوالي، هوايي بریدونو او ځمکنیو جګړو د افغانستان د ۱۱ ولایتونو ۵۲ ولسوالۍ اغیزمنې کړې دي.
«ډبلیو اف پي» وایي دې وضعیت شاوخوا ۲۰ زره کورنۍ بې ځایه کړې دي.
د دې ادارې په ټکو، ډیری زیانګالې ولسوالۍ وار دمخه د خوړو له سختې نا امنۍ سره مخ وې، او د فبروري په ۲۶ مه د جګړې د زیاتوالي راهیسې موجوده زیانونه د پام وړ زیات شوي دي.
د دې راپور له مخې، د اغیزمنو ولسوالیو له نیمایي څخه ډیرې د لوږې بیړنۍ طبقه بندي کې راغلي، په داسې حال کې چې د اغیزمنو ولایتونو له ډلې پنځه یې د شدیدې خوارځواکۍ له جدي کچې سره مخ دي.
« ډبلیو اف پي» دا هم ویلي چې د تیر کال د اکتوبر له ۱۲مې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو او په ایران کې روانو جګړو په افغانستان کې خلکو ته د دوی لاسرسی نور هم محدود کړی او د دې ادارې د ژوند ژغورونکو خوراکي توکو رسولو بهیر یې ټکنی کړی دی.
دې ادارې خبرداری ورکړی چې له تاوتریخوالي اغیزمنې شوې ټولنې د خوړو او تغذیې بیړنۍ مرستو ته اړتیا لري.
په ورته وخت کې، د ناروې د کډوالو شورا (ان ار سي) د جمعې په ورځ په خپله ویب پاڼه خپور کړي راپور کې ویلي چې ملکي وګړي دې مخ په زیاتیدونکي شخړو کې تر ټولو لوړه بیه پرې کوي.
دې شورا زیاته کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتو د افغانستان په ختیځ کې په ملکي وګړو ویجاړونکې اغیزه کړې، چې له امله یې د فبروري له ۲۶مې راهیسې شاوخوا ۱۱۵ زره خلک بې ځایه شوي دي.
دې سازمان ټینګار کړی چې ملکي وګړي باید خوندي شي او بشري سازمانونو باید خوندي لاسرسی ولري ترڅو دوی وکړای شي اړمنو کورنیو ته مرستې ورسوي.
د افغانستان په جنوب ختیځو ولایتونو کې د روانو نښتو له امله یو شمېر اغیزمنې شوې کورنۍ هم وايي چې له خپلو سیمو تر بې ځایه کیدو وروسته، د خوړو کمښت او د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له ستونزو سره مخ دي.
د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ یو اوسیدونکي محمد الله ازادي راډیو ته وویل:"د برمل جنګي سیمو څخه دوه دوه نیم زره خلک سروبي، ارګون او نورو بدیلو ولسوالیو ته بې ځایه شوي، د پکتیکا ولایت اقتصادي وضعیت له وړاندې خراب و، څوک نشته چې شکایت ورته وکړو چې دې خلکو ته سرپناه یا خوراکي توکي برابر کړي، خلکو په سړکونو یا د نورو کورونو کې یې اړولي دي، ځینې یې خیمو کې دي او ځینې ان خیمې او ځای نه لري، په کندو کې شپې سبا کوي."
دا اغیزمن شوي خلک وايي که دا جګړه ژر تر ژره پای ته ونه رسیږي، یو لوی بشري ناورین به رامنځته شي.
د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه د فبروري په ۲۶مه پیل شوه، له دې نېټې څلور ورځې مخکې پاکستان په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل او ادعا یې وکړه چې د تحریک طالبان پاکستان او د داعش ډلې د خراسان څانګې مرکزونه یې په نښه کړي دي.
خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) هغه مهال وویل چې د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، په دې برید کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
که څه هم د بېلابیلو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو چارواکو د جګړې د پای ته رسولو او ډیپلوماټیک حل غوښتنه کړې، خو پاکستاني چارواکي ټینګار کوي چې دوی به د طالبانو په وړاندې خپلې اوسنۍ پالیسۍ ته دوام ورکړي.