طالبان وايي افغانستان باندې یې دتیرې شپې د بریدونو په غچ کې پاکستان کې اهداف په نښه کړي

د افغانستان او پاکستان ترمینځ وسله واله شخړه، ارشیف

پاکستان تیره شپه یو ځل بیا د کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې ځینې سیمې بمبار او ګڼو ملکي افغانانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. یوناما وايي چې په دغو بریدونو کې ۴ ملکي افغانان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. د طالبانو حکومت نن وویل چې د پاکستان په ځینو سیمو کې یې پوځي تاسیسات په نښه کړي دي .

تېره شپه د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان ځینې ولایتونه یو ځل بیا د پاکستان د هوایي بمباریو شاهدان وو چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبلې اوښتې ده .

د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت(یوناما) اعلان کړی چې دوی د پاکستان لخوا د تېرې شپې هوایي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴ ملکي افغانانو وژل او ۱۴ نورو ټپي کېدل مستند کړي دي.

یوناما د جمعې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه خپور کړي بیان کې ویلي چې دوی د ملکي وګړو د ژوند د لا زیات زیان د مخنیوي لپاره د جګړې د سمدستي بندیدو غوښتونکي دي ځکه په ټکو یې ملکي وګړي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، د پولې هاخوا د تاوتریخوالي د وروستي زیاتوالي بیه پرې کوي.

د یوناما د شمېرو له مخې، د فبروري له ۲۶مې راهیسې، په افغانستان کې د روانو وسله والو نښتو په پایله کې لږ تر لږه ۷۵ ملکي وګړي وژلي او ۱۹۳ نور ټپیان کړي دي.

هاخوا فرانسپرس خبري اژانس د ننګرهار د چارواکو په حواله خبر ورکړی چې په مهمند درې ولسوالۍ کې هم د پاکستان له خوا په یوه هاوان برید سره لږ تر لږه دوه ملکیان یوه ښځه او یوه ماشومه وژل شوي.

د طالبانو حکومت هم ددغو بریدونو خبر تایید کړی دی.

د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ «د مارچ په ۱۳مه» پر خپله ایکس پاڼه یو بیان کې لیکلي چې پاکستان یو ځل بیا د ده په ټکو د خپلو «تېریو په دوام» پر کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو برخو کې بمبار وکړ، په ځینو ځایونو کې یې ملکي کورونه ویشتي چې ښځې او ماشومان یې په کې وژلي خو په خبره یې، په ځينو ځایونو کې یې تشې دښتې او خالي ځایونه په نښه کړې دي.

مجاهد د پاکستان دا بریدونه «ظالمانه تجاوز» بللی او خبرداری یې ورکړی چې دوی به کلک ځواب ورکړي.

د مجاهد په ټکو، پاکستان د کندهار هوايي ډګر ته نږدې د کام ایر خصوصي هوايي شرکت د تیلو زیرمې هم په نښه کړې دي.

ده ویلي چې دې شرکت ملکي هوايي شرکتونو او د ملګرو ملتونو لخوا کارول کیدونکو الوتکو ته تیل ورکوي.

د پاکستان حکومت لا د دې بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا له دې بمباریو ځینو زیانمنو شويو ملکي خلکو هم ازادي راډیو ته وویل چې د سر او مال تاوان ور اوښتی دی.

د کابل ښار د ۲۱ ناحیې، پلچرخي سیمې یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي وویل چې د ده د کور په ګډون په سیمه کې یې تر ۱۴ زیاتو کورنه تخریب شوي او کلیوالو ته یې د سر او مال زیانونه وراوښتي دي.

دی چې په خبره یې خپله برسېرن په لاس ژوبل شوی، د جمعې په ورځ «د حوت په ۲۲مه» ازادي راډیو ته وویل:

زموږ د کورونو شیشې ماتې شوې،خلک لګیا وو خلک یې راکښل، دا خلک چې په خوب ویده وو د همدې شیشو د ماتېدو له امله ټول ژوبل شوي دي


"یو هاوان دلته پلچرخي فرقې سیمه سیند غاړې سرای کې لګېدلی، بل دلته یو کور باندې لګېدلی، دلته (نور کورونه) هم تخریب شوي، زموږ د کورونو شیشې ماتې شوې،خلک لګیا وو خلک یې راکښل، دا خلک چې په خوب ویده وو د همدې شیشو د ماتېدو له امله ټول ژوبل شوي دي، د ځینو کورونو دېوالونه لوېدلي او د ماشومانو پر ذهن یې ډېره ناوړه اغېزه کړې ده."

د دې سیمې بل اوسېدونکي او دکاندار چې دی او د ده په خبره دوه ماشومان یې دې پېښه کې سطحي ژوبل شوي هم وایي، چې په سیمه کې یې د اکثرو کورونو ښیښې ماتې شوي او ډېری خلک له همدې امله ټپیان شوي، او په خبره یې د ده دکان ته یې هم درانه مالي زیانونه اړولي دي:

دلته د ژویو یو کلینیک دی چې څنګ کې یې د یوې کورنۍ څو غړي تلف شوي، ۴ تنه یې شهیدان شوي چې دوه ښځې او دوه نارینه دي


"د شپې ۱۲ بجې وې چې یو ناڅاپه غږ شو، راويښ شوو چې بمبار شوی، بل دلته د ژویو یو کلینیک دی چې څنګ کې یې د یوې کورنۍ څو غړي تلف شوي، ۴ تنه یې شهیدان شوي چې دوه ښځې او دوه نارینه دي، د شاوخوا ګانډویانو کورونه ګډوډ او شیشي یې ماتې شوي، دلته بازار کې زموږ د ورکشاپ او ټولو دوکانونو شیشې هم راماتې شوې دي."

د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ ځینو اوسېدونکو هم ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه یې سیمو باندې هوايي بریدونه شوي چې د دوی ملکي روغتون او کورونو او دکانونو ته زیانونه وراړولي دي.

د دې ولسوالۍ یو اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې روغتون د زیانمنېدو له امله د خلکو پر مخ تړل شوی:

د شپې ۱۲ بجې وې چې د پاکستان دوه جېټ الوتکې راغلې او دلته یې د څمکنیو ولسوالۍ شهرنو بازار باندې سختې بمبارۍ وکړې


"د شپې ۱۲ بجې وې چې د پاکستان دوه جېټ الوتکې راغلې او دلته یې د څمکنیو ولسوالۍ شهرنو بازار باندې سختې بمبارۍ وکړې، چې له امله یې د دې بازار د ټولو دکانونو شیشې ماتې شوې،بل دلته د څلور پنځو کورونو چتونه رالوېدلي، موږ د خپلو کورونو چتونو ته تیرونه کاروو چې هغه مات شوي،دا چې توپونه راځي پټان نه هره ورځ دلته ملکي روغتون ته ټپیان راوړي نو اوس دا روغتون د عامو خلکو پر مخ تړل شوی او موږ کوم بل بدیل روغتون هم نه لرو."

په ورته وخت کې طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د جمعې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه د یوې ویډیو پر خپلو ادعا کړې چې د دوی هوایي ځواکونو تازه د پاکستان د تېرې شپې د بریدونو په غبرګون د جمعې سهار د خیبر پښتونخوا کوهاټ سیمه کې د پاکستاني پوځیانو ستراتيژیک نظامي مراکز او تأسیسات په نښه کړل.

‏د طالبانو د دفاع وزارت په ټکو، دې بریدونو کې د کوهاټ پوځي قلعه ویشتل شوې اویادې قلعې ته څېرمه، په دوه کیلومترۍ کې د ډیورنډ کرښې د جګړې د قوماندې مرکز او د پوځي قلعې د قوماندان دفتر هم هدف ګرځول شوي دي.

دې وزارت یاد پاکستاني تاسیساتو او پوځیانو ته یې د درنو مالي او ځاني زیانونو اړولو ادعا کړې ده چې ازادي راډیو یې په خپلواک دول نه شي تایدولی.

خو خیبر پښتونخوا ایالت کې د پاکستاني پولیسو یو ویاند پاکستاني رسنیو ته ویلي چې د دې ایالت کوهاټ سیمې او لکي مروت سیمه کې د طالبانو په دې برید کې شپږ پاکستاني پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړې نن «جمعه د حوت ۲۲مه» ۱۶مه ورځ ده، تر دې وړاندې د دواړو هېوادونو ولسي خلکو، یو شمیر هیوادونو او د ملګرو ملتونو سازمان د جګړې د ختمېدو ا او له ډیپلوماتیکو لارو یې د ستونزو په هواري ټینګار کړی دی خو تر اوسه کوم اوربند نه دی شوی مګر «پنجشنبه د حوت ۲۱مه» پاکستاني چارواکو رویټرز ته ویلي وو چې پاکستان د چین په منځګړیتوب په افغانستان باندې هوايي بریدونه کم کړي.