د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما ویلي بېګا په کابل په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه څلور ملکیان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
په کابل کې د پلچرخي په سیمه کې د ملکیانو کورونه په نښه شوي.
اخوا فرانسپرس د ننګرهار د چارواکو په حواله نن خبر ورکړی چې په مهمند درې ولسوالۍ کې هم د پاکستان له خوا په یوه هاوان برید سره لږ تر لږه دوه ملکیان یوه ښځه او یوه ماشومه وژل شوي.
یوناما په خپل ننني بیان کې د ملکیانو د لا زیاتې مرګژوبلې د مخنیوي په هدف د نښتو د درېدو غوښتنه کړې ده.
ملګرو ملتونو ویلي چې د فبروري له ۲۶مې د روانو نښتو او بریدونو په نتیجه کې ۷۵ افغان ملکیان وژل شوي او ۱۹۳ نور ټپیان دي.
د طالبانو حکومت تایید کړې چې پاکستان بیګا په کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا کې هوايي بریدونه کړي چې ملکیانو ته یې مرګژوبله رسولې ده.
د طالبانو د حکومت دفاع وزارت ویلي چې د دغو بریدونو په غبرګون یې نن سهار د خیبرپښتونخوا په کوهاټ د پاکستاني پوځ مراکز او تاسیسات هدف ګرځولي.
دفاع وزارت ویلي چې په دغو بریدونو کې د یادې پوځي تأسیسات، د قوماندې مرکز، ډيپوګانې او د عسکرو د هستوګنې ځایونه له منځه وړل شوي چې درانه ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد همدارنګه په خپل بیان کې ویلي چې په کندهار کې هوایي ډګر ته څیرمه د کام ایر شخصي هوایي شرکت د تیلو ذخیره هدف ګرځېدلې.
د هغه په خبره له دې زیرمې ملکي هوایي شرکتونو او د ملګرو ملتونو الوتکو ته د سون مواد رسول کېدل.
پاکستاني چارواکو تازه په کابل او نورو سیمو د هوايي بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.
خو پرون پاکستاني چارواکو رویټرز ته ویلي چې پاکستان د چین په منځګړیتوب په افغانستان باندې هوايي بریدونه کم کړي.