د یوې لویې امریکايي الوتکې لوېدل؛ سنټکام وايي چا نه ده ویشتې بلکې له بلې الوتکې سره لګېدلې

د امریکا یوه تېل رسوونکې الوتکه - انځور پخوانی دی


یوه لویه تېل رسوونکې امریکايي پوځي الوتکه (KC-135) د عراق په لوېدیځ کې لوېدلې.

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سنټکام ویلي دا الوتکه د دښمن په برید یا نورو ډزو سره نه ده لوېدلې بلکې د یوې بلې تېل رسوونکې الوتکې سره د حادثې په سبب لوېدلې.

سنټکام ویلي دویمه الوتکه په اسراییلو کې خوندي ناسته کړې ده.

په لوېدلې لویه الوتکه کې د راپورونو له مخې لږ تر لږه شپږ پوځیان ناست وو. تر پېښې وروسته په سیمه کې د لټون او ژغورنې پراخ عملیات پيل شوي.

تر دې مخکې د امریکا درې پوځي جټ الوتکې په کوېټ کې لوېدلې وې.

هغه وخت امریکايي پوځ ویلي وو چې دا الوتکې د کوېټ د دفاعي ځواکونو له خوا په تېروتنې هدف ګرځېدلې وې چې پیلوټان او عمله یې ژوندي پاتې دي.

د یوه بل خبر له مخې

د عراق د کردستان په اربیل سیمه کې د ډرون برید له امله یو فرانسوی سرتېری وژل شوی دی.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون دغه برید غندلی او ویلي یې دي دا برید د هغو فرانسوي ځواکونو پر ضد شوی چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د داعش پر ضد نړیوال ائتلاف کې برخه لري.

د راپورونو له مخې ځينې نور فرانسوي عسکر ټپيان شوي هم دي.

مکرون دغه برید د نه منلو وړ وباله او زیاته یې کړه چې فرانسه به په سیمه کې د ترهګرو ډلو پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.