په پلازمینه کابل باندې د پاکستان په بمباریو کې څلور ملکیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي

کابل کې وران شوی کور د بیګاني برید له امله

طالب چارواکو تایید کړې چې د پاکستان د هوايي بریدونو په نتیجه کې لږ تر لږه ۴ افغان ملکیان په کابل کې وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په یوه بیان کې دا خبره کړې ده.

هغه ویلي چې د کابل د ۲۱مې ناحیې په څرخي پله سیمه کې استوګنیزې سیمې د پاکستان په بیګانیو هوايي بریدونو کې هدف ګرځول شوي.

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړې وه چې په کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا کې پاکستان بیګا هوايي بریدونه کړي چې یو شمېر ملکیانو ته یې مرګژوبله اړولې.
مجاهد دا بریدونه غندلي او ګواښ یې کړی چې بې ځوابه به پاتې نه شي.
ذبیح الله مجاهد ویلي چې په کندهار کې هوایي ډګر ته څیرمه د کام ایر شخصي هوایي شرکت د تیلو ذخیره هدف ګرځېدلې.


د هغه په خبره له دې زیرمې ملکي هوایي شرکتونو او د ملګرو ملتونو الوتکو ته د سون مواد رسول کېدل.
پاکستاني چارواکو تازه په کابل او نورو سیمو د هوايي بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

خو پرون پاکستاني چارواکو رویټرز ته ویلي چې پاکستان د چین په منځګړیتوب په افغانستان باندې هوايي بریدونه کم کړي.