ټرمپ :"مونږ بریالي یو خو جنګ به دوام وکړي" ; تیل وړونکو بیړیو باندې دایران بریدونه

(له کیڼ خوا )، ولسمشر ټرمپ ، صدراعظم نتانیاهو، دایران نوی مشر مجتبی خامنه اي

 ټرمپ ، په داسې حال کې چې دایران لخوا د تیلو په بیړیو بریدونه دوام لري وايي "چې مونږ بریالي یو خو جنګ به دوام وکړي،" امریکا او د د نړۍ اوه پرمختللي صنعتي هیوادونه(G7) په خلیج کې او هرمز تنګي کې د بیړیو د بدرګه کولو په اقداماتو غور کوي. لویدیځ هیوادونه هڅه کوي چې دتیلو دبیو د لوړوالي مخه ونیسي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا وکړه چې امریکا د ایران پر وړاندې جګړه "ګټلې" ده خو وايي چې ځواکونه به یې تر هغه وخته پورې بریدونو ته دوام ورکړي چې دنده بشپړه شي.

بلخوا ایران په سیمه کې لږترلږه شپږ کښتۍ په نښه کړې او د نورو بریدونو ژمنه یې کړې ده.

ټرمپ چهارشنبه (د مارچ په ۱۱مه) په کینټکي کې د کمپاین په څیر په یوه غونډه کې وویل:

هیڅوک نه خوښوئ چې واردمخه بری اعلان کړي. موږ بریالي یو.


هغه زیاته کړه:

کار په لومړي ساعت کې ترسره سو.


په وروستیو ورځو کې د جګړې په هکله د ټرمپ او سپینې ماڼۍ لخوا متفاوت نظریات څرګندیږي ، لدې اټکله چې جګړه ممکن له څلورو څخه تر شپږو اونیو یا ډیر وخت دوام وکړي تردې چې احتمال لري "ډیر ژر" پای ته ورسیږي.

ټرمپ ویلي دي چې د فبروري په ۲۸مه پر ایران د امریکا او اسراییلو برید دغه هیواد "عملاً ویجاړ" کړ، د هغه د مشرتابه، وسله والو ځواکونو او اټومي پروګرام ډیره برخه یې له منځه یوړه.

خو سره لدې هم، ولسمشرټرمپ او د امریکا د حکومت نورو چارواکو ویلي چې په بریدونو کې به هیڅ ډول کمی رانشي.

ټرمپ وویل چې نه غواړي له جګړې ژر ستون شي بلکه کار باید پای ته ورسول شي.

اسراییل هم څرګنده کړې چې اماده نه دي د ایران او د لبنان د حزب الله خلاف جګړه پای ته ورسوي او ویلي یې دي چې پراخ شمیر اهداف لا پاته دي.

د اسراییلو د پوځ ویاند بریدجنرال ایفي ډیفرین د چهارشنبې په ورځ ( مارچ په ۱۱مه) په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل:

موږ به خپل عملیات پراخ کړو.


د پنجشنبه په ورځ (مارچ په ۱۲مه) سهار وختي، اسراییلي پوځ په تهران باندې د بریدونو پراخه څپه اعلان کړه.دا ډول بریدونه په وروستیو ورځو کې معمولا د شپې لخوا کیدل.

دایران په جنګي بیړیو بریدونه

ټرمپ وویل چې هرمز تنګي کې د ماینونو د ایښودلو اندیښنو سره همهاله امریکايي ځواکونو په دغه تنګي کې په ایراني بیړیو بریدونه کړي دي.

هرمز تنګی چې تیل وړونکې بیړۍ په کې حرکت کوي ،د نړۍ اقتصاد ته ډیر اهمیت لري.

ټرمپ یوه ورځ وروسته لدې چې دامریکا اردو وویل چې ۱۶ ماین ایښودونکې بیړۍ یې له مینځه وړي وویل : "مونږ تراوسه ۲۸ ماین ایښودونکې بیړۍ ویشتلې دي."

رویترز خبري اژانس او CNN د منابعو له قوله وویل ایران په هرمز تنګي کې شاوخوا دولس ماینونه ایښي دي.

رویترز خبري اژانس د یوې سرچینې له قوله وویل چې دغه ماینونه چې داکثرو یې ځایونه پیژندل شوي ،په وروستیو څو ورځو کې ایښودل شوي دي.

په داسې حال کې چې خلیج کې دتیلو تولیدات او انتقال ټکنی شوی او د انرژي دبحران اندیښنه لیدل کیږي، لویدیځ مشران هڅه کوي چې د تیلو د بیو دلوړوالي مخه ونیسي.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل د تیلو د بیود لوړوالي د فشار د کمولو لپاره متحد ایالات د خپلو ستراتیژیکونفتي زیرمو څخه کار اخلي.

د متحدو ایالاتو د نفتو ستراتیژیکې زیرمې چې په ۱۹۷۵ کال تاسیس شوي ، په نړۍ کې ترټولو لویې دا ډول زیرمې ګڼل کیږي چې د انرژۍ په تولید او انتقالاتو کې دګډوډۍ په صورت کې ورڅخه استفاده کیدای شي.

د متحدو ایالاتو د انرژۍ وزارت وویل چې د خپلو زیرمو څخه یې ۱۷۲ ملیون بیرله تیل بازار ته راویستلې او د انرژۍ د نړیوالې ادارې ۳۲ غړو هیوادونو هم ورته کار کړی دی.

دغې ادارې مخکې ویلي وو چې غړو یې په اجماع موافقه کړې چې دخپلو بیړنیو زیرمو څخه ۴۰۰ ملیون بیرله تیل بازار ته وړاندې کړي.

د نړۍ د اوو پرمختللیو صنعتي هیوادونو ګروپ (G7) په یوه اعلامیه کې وویل غړو هیوادونو یې موافقه وکړه چې په خلیج کې او هرمز تنګي کې د بیړیو د بدرګه کولو په اقداماتو غور وکړي.

فرانسه ، بریتانیا ، متحد ایالات ، کانادا، جاپان ، ایټالیا ، او جرمني ددغه ګروپ غړي هیوادونه دي.

د تیلو د انتقال په بیړیو بریدونه

دا خبره وروسته لدې وشوه چې په فارس خلیج کې چې دنړۍ دانرژي شریان ګڼل کیږي او د نړۍ د تیلو پنځمه برخه اکمالات ورڅخه ترسره کیږي ، لږ تر لږه شپږ بیړۍ په پیښو کې زیانمنې شوې.

د بریتانیا د سمندري تجارت سازمان چې د بیړیو د امنیت څارنه کوي د چهارشنبې په ورځ وویل د تایلند ، جاپان او مارشال ټاپوګانو تر بیرغونو لاندې سوداګري بیړیو باندې د هرمز په تنګي کې د ناپیژندل شویو توغندیو بریدونه شوي دي خو د کوم کس د ټپي کیدو رپوټ نه دی ورکړل شوی.

خود چارواکو په وینا دتایلند د بیرغ لاندې یوه بیړۍ چې له متحدو عربي اماراتو یې د هند په لور حرکت کړی وو د پنجشنبې ورځې په سهار لادرکه شوه.

په عین حال کې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو وویل چې هرمز تنګي کې یې د لایبریا د بیرغ لاندې یوه بیړۍ ویشتلې ده او ادعا یې وکړه چې دغه بیړۍ داسراییلو ملکیت کې ده.

چارواکو وویل داسې ښکاري چې له چاودیدونکو موادو ډکو دوه ایراني وړو کشتیو د عراق په اوبو کې په دوو تیل وړونکو بیړیو برید کړی او هغو ته یې اور ورته کړې او په دې پیښه کې د بیړۍ د عمله څخه یو کس وژل شوی دی.

د سمندري چلند د امنیت دوو کمپنیو وویل چې د جاپان تربیرغ لاندې یوې بلې تیل وړونکې بیړۍ باندې د عربي اماراتو د راس الخیمه شمال لویدیځ ته ۴۶ کیلومتره لری برید کې یوڅه زیان اوښتی دی.

تهران ویلي هغه بیړۍ چې امریکا ، اسراییلو او "شریکانو ته یې" تیل انتقالوي "مشروع" اهداف ګڼي.

د ایران د اردو ویاند ابراهیم ذوالفقاري د چهارشنبې په ورځ وویل :

مونږ اجازه نه ورکوو چی امریکا ، صهیونیستانو او ددوی شریکانو ته حتی یو لیتر ته هم ورسیږي.


د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ په داسې حال کې چې چین او روسیې له رایې ورکولو ډډه وکړه ،د خلیج او سیمې په هیوادونو د ایران بریدونه وغندل.

پریکړه لیک غوښتنه کوي چې

په بحرین ، کویت ، عمان ، قطر ، سعودي عربستان ، عربي متحدو اماراتو او اردن باندې دایران بریدونه باید سمدلاسه ودرول شي.