نرګس، بې دندې شوې ښوونکې چې ژوند یې له کړاوه ډک دی

ارشیف

نرګس یوه بې دندې شوې ښوونکې ده چې اوس په کور ناسته ده. دی وايي نن، سبا ګڼو ستونزو سره مخ ده، خو بیا هم هیله یې نه ده بایللې.

د تدریس په برخه کې ۱۵ کلنه تجربه لري، نرګس پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د کابل په یوې لیسه کې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کوله، دا وايي ښوونځی یې یوازې کارځای نه و؛ بلکې هلته یې مسلکي هویت جوړېده او د ورځو مانا یې پکې موندله.

دا چې ۵۶ کلنه ده او د درېیو اولادونو مور ده، د هغو ورځو په اړه وايي:"کله چې مې دنده درلوده، سهار له لمانځه وروسته به ښوونځي ته په تیارۍ بوخته وم. د سهار چای به مې برابر کړ، چې اولادونه مې مکتب او پوهنتون ته ولاړ شي. زه به هم په ډېره مینه د سهار په شپږ نیمو بجو مکتب ته رسېدم او په شوق به ټولګي ته تللم. ډېره خوشاله وم ځکه چې حلاله روزي مې ترلاسه کوله."

نرګس وايي د کتابونو د پاڼو اړولو غږ، د زده‌کوونکو پرله‌پسې پوښتنې او د ټولګیو ترمنځ شور او خبرې یې د ورځني ژوند نه بېلېدونکې برخه وه:" تر کومه به چې په مکتب کې وم، هېڅکله مې د ستړیا احساس نه کاوه. په ډېر شوق به مې خپلې دندې ته تللم او کور ته له راتګ وروسته به هم بوخته وم."

خو په خبره یې دې حالت دوام ونه کړ. په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار پراخ محدودیتونه ولګېدل،چې نرګس یې هم برخه وه:" تر یو وخت بې‌کاره او بې‌برخلیکه وم. وروسته مې د څلورم نه تر شپږم ټولګي زده‌کوونکو ته درس ورکاوه. هره ورځ مې څلور تر پنځو ټولګیو کې درس درلود چې هر ټولګي کې ۳۰ تر ۳۵ زده‌کوونکي وو."

خو دا فرصت هم ترې واخیستل شو او نرګس په خبره یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زده کړه د ممنوعیت په دوام سره خپله دنده له لاسه ورکړه او اوس په کور ناسته ده خو په کوم وضعیت کې؟"کله چې ټول ولاړ شي او زه په کور کې یوازې پاتې شم، دا زما پر روحي حالت ډېر منفي اغېز کوي. اوس ډېره خپه یم. هم له اقتصادي پلوه او هم له روحي پلوه دا یو سخته ضربه ده. د افغانستان د ښځو په دې وضعیت کې چې اوس په کور کې پاتې یم، نه پوهېږم څه وکړم."

د دې بدلون پایلې یوازې تر نرګس پورې محدودې نه دي او د کورنۍ نور غړي یې هم اغیزمن کړي. دا وايي چې زوی یې په یوه خصوصي پوهنتون کې زده کړې کوي، چې مخکې به د هغه د زده کړو یوه برخه لګښت دې له خپله معاشه ورکاوه:"زما یو زوی په خصوصي پوهنتون کې درس وايي. ما به د خپل معاش له لارې د هغه فیس، د تګ راتګ او قرطاسیې لګښت ورکولو. اوس واقعاً نه پوهېږم څه وکړم."

د کورنۍ د عاید کمښت، د زوی د زده کړو د راتلونکي په اړه اندېښنه، او د ټولنیز رول له لاسه ورکول هغه درې فشارونه دي چې نرګس یې همهاله تجربه کوي.

د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې، په افغانستان کې میلیونونه نجونې له منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو محرومې شوې دي، او ښځې په ډېرو دولتي او نادولتي ادارو کې له جدي محدودیتونو سره مخ دي.

نړیوالو بنسټونو، په ځانګړې ډول د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان یونسکو، په څو ځلي خبرداری ورکړی چې دا پالیسۍ د ښځو او نجونو د اساسي حقونو سرغړونه ده او د افغانستان لپاره به اوږدمهاله ټولنیزې او اقتصادي پایلې ولري.

نرګس هم د دې وضعیت په اړه وايي:"پر ښځو تاوتریخوالی خپل اوج ته رسېدلی دی. په بېلابېلو پلمو ښځې له هر ځایه لرې کېږي، او اوس ښوونکې هم په دې پلمه چې د لېسې د دورې دي، له دندو لرې او کورناستې شوې دي."

طالب چارواکي که څه هم ټینګار کوي چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي. خو د نرګس په څېر کسانو د ژوند کیسې ښيي چې شته محدودیتونو څنګه د زرګونو ښځو د مسلکي او ټولنیز مزل مخه ډب کړې او پر کورني ژوند یې هم اغېز کړی دی.

له دې ټولو ستونزو سره سره، نرګس لا هم هیله نه ده بایللې او هڅه کوي چې یو کار پیدا کړي:"زه بیا هم بې‌کاره نه یم ناسته. د ټولنیزو شبکو له لارې هڅه کوم چې ځان ته یو مصروفیت پیدا کړم، ځکه زه هېڅکله بې‌کاره نه یم پاتې شوې او بې‌کاري راته ډېره سخته ده."