یو.ان.اچ.سي.ار: له ایرانه کډوال داسې مهال راستنیږي چې خوندیتوب یې تضمین نه دی

له ایرانه ستنېدونکي کډوال، ارشیف

ملګري ملتونه وایي، زرګونه افغانان داسې مهال هره ورځ له ایرانه راستنېږي چې افغانستان د بشري حقونو او بشري وضعیت له ناسم وضعیت سره مخامخ دی. دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ ویاند په اسلام کلا بندر کې وکړې.

پر ایران د اسراییل او امریکا له بریدونو وروسته د اسلام کلا په بندر کې د راستنیدونکو افغانان کډوالو ګڼه ګوڼه په ډېرېدو ده.

اته څلویښت کلن محمد کبیر نظري وایي، له ۳۲ کلونو راهیسې ایران ته تګ راتګ کوي او له همغه ځایه کورنۍ ته نفقه برابروي، خو وایي، اوس فضا پرې تنګه شوه.

هغه د اسلام کلا په بندر کې د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې ایران کې عام خلک ویریدلي او بازارونه تر ډېره تړل شوي دي. " زه ۳۲ کاله کیږي چې ایران ته تګ راتګ کوم، د لومړي ځل لپاره ۱۳۷۳ کال کې ولاړم. اوس هلته د نوروز شپې ورځې دي، پخوا چې ما کتلي و، سړکونو او بازارونو کې به دومره ګڼه ګوڼه وه چې څوک په کې په اسانه نه شوای تلی، خو پرون خپله بازار ته ووتم چې یو جوړه بوټ واخلم، بازار کې هیڅوک هم نه و."

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې د روان ۲۰۲۶ کال له پيله څه باندې ۱۲۰ زره افغانان له ایرانه ستانه شوي چې دوی په پوله کې ثبت کړي دي.

دغه کډوال له اسنادو نیولې، تر مالي مرستو او سرپنا پورې د حکومت او مرستندویه موسسو لاسنیوي ته په تمه دي.

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ ویاند چارلي ګوډ لېک ویلي، دغه راستنیدونکي د جګړې له کبله رواني ستونزو سره مخامخ دي او افغانستان کې یې هم خوندیتوب او حقونه تضمین نه دي.

ګوډلېک د چهارشنبې په ورځ له اسلام کلا بندره د سویډن له ( ټي وي ۴) چېنل سره په مرکه کې وویل، له ایرانه ستنیدونکو ته یوه ستونزه داده چې نجونې یې تر شپږم ټولګي پورته زده کړو نه بې برخې پاته کیږي. " دغه کډوال بیرته افغانستان ته د دې لپاره راځي چې خوندي ځای پيدا کړي، خو د افغانستان او پاکستان شخړې ته په کتو، افغانستان هم خوندي نه دی. دغه کډوال ډېر سخت حالت کې بیرته راستنېږي. ایران کې بمباریو د دوی رواني حالت له ستونزو سره مخامخ کړی. افغانستان کې هم بشري وضعیت او د بشري حقونو وضعیت په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته ډېر سخت دی."

پر ایران سربیره له پاکستانه هم د ستنیدونکو څپه افغانستان ته ورماته ده.

که څه هم ملګرو ملتونو او د طالبانو حکومت په وار وار د کډوالو له کوربه هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان څخه غوښتي چې د کډوالو ستنېدل په خپله خوښه کړي، خو دغو دواړو ګاونډیو له ۲۰۲۳ کال راهیسې په زور د کډوالو ایستل پېل کړي دي.

دې ترڅ کې شاوخوا ۵ میلیونه کډوال افغانستان ته ستانه شوي چې وخت ناوخت له مالي او اقتصادي ستونزو، سرپنا او د منظم لاسنیوي له نشتوالي شکا