د روژې میاشت په افغانستان کې خیاطانو لپاره یوه بوخته میاشت وي، د یو شمیر نارینه دوی په خبره، دې ورځو کې په لسګونه جوړه جامې ګندي.
په کابل کې د خیاطۍ د یو ې کارخونې خاوند بلال ننګرهاري ازادي راډیو ته وویل:
مونږ سره تقریباً شل کسان کار کوي، د ورځې شاید پنځوس تر شپیته جوړه جامې چمتو کړو
" مونږ سره تقریباً شل کسان کار کوي، د ورځې شاید پنځوس تر شپیته جوړه جامې چمتو کړو، ساده جوړې چې دي اوس چې خپله دولت نرخنامه ورکړې ۴۵۰ افغانۍ ده او ډیزاین بیا نظر ډیراین ته په کتلو فرق کوي. "
یوازې پلازمینه کابل کې نه، ولایتونو کې هم خیاطان وزګاره نه دي.
د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې ګڼدونکي محمد سهراب یعقوبي ازادي راډیو ته وویل، دوی له هغو کسانو سره چې وس او توان یې نه لري مراعات هم کوي او د ګڼدلو کمې پیسې ترې اخلي:
د کار سیزن دی، کار او بار ښه دی
" د کار سیزن دی، کار او بار ښه دی، څوک چې وس یې نه لري، مالي او اقتصادي توان نه لري، مثلا یو جوړه جامې چې بل چاته په ۳۵۰ یا ۴۰۰ افغانۍ ګڼدو، دوی ته یې په دوه تر ۲۵۰ افغانۍ ګڼدو، بس چې لګښت یې، د کارګرانو او موادو پیسې وباسي. "
سهراب وايي، ده سره دولس کسان کار کوي، او د ورځې تر ۳۵ جوړه جامې ګندي.
د خیاطۍ د ماشین غږ
خو یو شمیر ښځینه خیاطانې وايي د دوی کار دومره ډېر نه دي، دا چې ولې، د غزني ولایت یوې خیاطه چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته یې وویل:
زنانه کارونه دومره نشته، د اختر په دې شپو، ورځو کې یوه جوړه یا دوه جوړه جامې ګڼدو
" زنانه کارونه دومره نشته، د اختر په دې شپو، ورځو کې یوه جوړه یا دوه جوړه جامې ګڼدو، د ډیزاین داره جامو ۲۵۰ تر ۳۰۰ افغانۍ اخلو، اختر ته دومره څوک جامې نه کوي لکه ودونو ته یې چې کوي."
کوچنی او لوی اختر چې د مسلمانانو مذهبي جشنونه دي، د اسلامي علومو د عالمانوله دې ډلې فضل هادي وزین په خبره د نویو جامو جوړول ورته فرض او واجب نه دي بلکې مستحب ګڼل شوي، خو په افغانستان کې ډیری خلک چې وس او توان یې لري اخترونو په ځانګړي ډول کوچني یا د روژې اختر ته نوې جامې جوړوي.
دوی کې بیا ډیر ماشومان ورته هوسېږي، په راپور کې د مرکه شویو خیاطانو په خبره دوی د ماشومانو له جامو د لویانو په پرتله سل افغانۍ کمه اجوره اخلي، که څه هم وايي ډیر یې په کار کې فرق نشته.